Book Name:Yamni Sahabi Ki Riqqat Angaiz Hikayat

ئې پورا نه وو، بيا اودريدلو، بيا ئې دوه ركعته نور ادا كړل، د الله پاك حمد و ثناء ئې اوكړه، شكر ئې ادا كړو، دغه شان دوه دوه ركعته به ئې ادا كول او د الله پاك شكر به ئې ادا كولو، تر دې چې ټوله شپه تيره شوه، سحر شو، د سحر لمَانځه له جُمات ته حاضر شو، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په امامت كښې ئې د جَمعې لمُونځ ادا كړو، [د دې نه مخكښې به] هره ورځ په جمات كښې پاتې کيدلو، نن هُم د سحر د لمَانځه نه پس په جُمات كښې كښيناستلو، علمِ دِين زده كولو کښې مشغول شو، د سحر نه تر ماسپيښينه پورې، ماسپيښين نه تر مازديګره پورې، مازديګر نه تر ماښامه پورې او د ماښام نه تر ماسخُتنه پورې په جُمات كښې پاتې شو، پينځه واړه لمُونځونه ئې د جَمعې سره ادا كړل او د ماسُختن نه پس كور ته راغلو، څنګه چې كوټے ته داخل شو، نو هُم هغه قالين، او هُم هغه شان بستره خوره ده، ډيوه بله ده، نو بيا تير شوے وخت ور ياد شو، نن هم د كوټے يو ګوټ ته لاړو او دوه ركعته لمُونځ ئې ادا كړو، د الله پاك شكر ئې ادا كړو، خو په دومره شُكر ئې زړه موړ نه شو، نور ئې دوه ركعته ادا كړل، دغه شان په دوه دوه رکعته لمُونځ ادا كولو او شُكر كولو كولو كښې شپه تيره شوه، په دويم صبا بيا جمات ته حاضر شو، پينځه واړه لمُونځونه ئې د جَمعې سره ادا كړل، شپې له كور ته راغلو، بيا ئې هُم هغه كيفيت..... وو!! درې شپې دغه شان په شكر ادا كولو كښې تيرې شوے. په څلورمه ورځ د جينئ پلار خپلې لور ليدلو له راغلو، د لور د حال تپوس ئې اوکړو نو لور ئې اووئيل چې زما خاوند د شپې راځي او د كوټے په يو ګوټ كښې اودريږي لمُونځ ادا كوي او د الله پاك شكر ادا كولو كښې ټوله شپه تيروي. والد صاحب ئې چې دا خبره واوريدله نو د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او ټوله خبره ئې عرض كړه. خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يمني صحابي رَضِیَ الله عَنْه را اوبللو او تپوس ئې ترينه اوكړو: ته كوم څيز د خپلې بي بي نه لرې ساتلے ئې؟ عرض ئې اوكړو: يا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ