Jannat Ki Sab Say Bari Namat

Book Name:Jannat Ki Sab Say Bari Namat

الْـعَـالِـيَـهْ په خپل مايه ناز تاليف ” کفریہ کلمات کے بارے میں سوال جوابکښي په صفحه 26 کښي ليكي: د خوفِ خُدا نه مراد دا دے چې د الله پاك د پټ تدبير، د هغه د بے نيازئ، د هغه د ناراضګئ، د هغه د نيولو، د هغه د عذابونو، د هغه د غضب او بيا د دې په نتيجه كښې د اِيمان برباديدلو وغيره نه په ويره كښې د اوسيدلو نوم ”خوفِ خُدا“ دے. په قرآن كريم كښې الله پاك مومنانو ته په ډيرو ځاىونو كښې د دې پاك صِفَت اختيارولو حكم كړے دے. په سيپاره 5 سُورۀ نِسآء آيت نمبر 131 كښې ارشادِ باري تعالٰى دے:

وَ لَقَدْ وَصَّیْنَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَ اِیَّاكُمْ اَنِ اتَّقُوا اللّٰهَؕ-  (پ۵،النسآء:۱۳۱)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان :  او بيشكه تاکِيد کړے دے مونږه هغوئي ته کومو [خلقو] ته چې ستاسو نه مخكښې كتاب وركړے شوے وو، او تاسو ته، چې د الله نه اويريږئ.

      هُم دغسې په سيپاره 22 سُورۀ اَحزاب آيت نمبر 70 كښې ارشاد دے: [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان :  اے اِيمان والؤ! د الله نه اويريږئ او سمه خبره كوئ. او په سيپاره 4 سُورۀ آلِ عمرٰن  آيت نمبر 175 كښې ارشاد دے:  [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان :  او زما نه اويريږئ كه اِيمان لرئ.

    بانئ دعوتِ اسلامي، اَميرِ اهلسنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د دې آيتِ كريمه نقل كولو نه پس ترغيب وركوي، فرمائى: كاش! چې د دې مقدس آيت په بركت [زمونږ د سترګو نه] د غفلت پردې لرې شي او د رَحمت اُميد سره سره مونږ ته صحيح معنو کښي خوفِ خُدا رانصيب شي، په حقيقت كښې راته د دُنيا د فاني كيدلو احساس اوشي، کاش! چې په زړونو كښې مو د بدې خاتمې ويره پيدا شي، کاش چې هر وخت د خپل ربّ د ناراضګئ د ويرې بے قراره اوسو، کاش چې هر دَم د ځنكدن او د مرګ د