Book Name:Jannat Ki Sab Say Bari Namat

اوسپارو، د هغه په رضا راضي شو ځكه چې تَوَكُّل ”صرف د الله تعالٰى په عنايتونو يقين ساتلو او څه چې خلقو سره دي د هغې نه مايوسه كيدلو ته وائي.“ [1]

    حضرت سَيِّدُنا سَهْل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د توكل كوونکي درې نښې دي: سوال نه كوي، کوم يو څيز رد كوي هُم نه، او ځان سره ئې هُم نه حصاروي.[2]  دا به په آسانو ټكو كښې حضرت شيخُ الفضيلة، خليفۀ اعلٰى حضرت، ضياءُ الدِّين مدني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه داسې فرمائيل: ’’طمع نہیں ، منع نہیں اور جمع نہیں۔[3] [يعني سِوا د الله نه د چا نه طمع مه ساته، بيا که د الله پاک په فضل څوک څه درکوي نو اخستلو نه انکار مه کوه، او هغه ما ل ځان سره جمع مه ساته يعني د الله د رضا د پاره ئې خرچ کوه.]  

د نوافلو زياتوالي جنت ته بوتلو

3..... حضرت نَصْر بِن علـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما حضرت سَيِّدُنا يزيد بِن زُرَيع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوب كښې اوليدلو تپوس مې ترينه اوكړو: مَافَعَلَ اللّٰہُ بِکَ يعني الله پاك ستا سره څه مُعامَله اوفرمائيله؟ جواب ئې راكړو: ”زه جنت ته داخل كړے شوم“ ما عرض اوكړو: ”په كوم سبب؟“ اوئې فرمائيل:”د زياتو نوافِلو ادا كولو په وجه.“

 د حكايت نه حاصل شوي مدني ګلونه

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! فارغ وخت هسې د پروت اوسيدلو په ځائے ذِكر و دُرود او نوافِلو وغيره كښې تيرول پكار دي ځکه چې بيا د مرګ نه پس به موقع نه


 

 



[1]     الرسالة القشیرية ، باب التوکل ، ص۲۰۶

[2]     الرسالۃ القشیریۃ ، باب التوکل ، ص۲۰۶

[3]     سیدی قطبِ مدینہ ،  ص ۱۲