Book Name:Jannat Ki Sab Say Bari Namat

د حكايت نه حاصل شوي مدني ګلونه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! واقعي غلطه وينا کوونکي ژبه انسان په دُنيا كښې هُم پريشانه كوي او په آخرت كښې هم مصيبت جوړيږي او د جهنم سبب ګرځي. او كه مونږه هم دا ژبه د دروغو، غِيبَت، چُغلئ نه بچ اوساتله او د الله پاك او د رسولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ذِكر كښې مو هر وخت مشغوله اوساتله نو دا زمونږه جنت ته د داخليدلو سبب هُم جوړيدے شي. هم دا ژبه ده چې غلطه اوخوزيږي او چا ته بد رد اُووائي او مخامخ كس ته غصه ورشي نو د ډيرو خلقو د قتل سبب هُم جوړيږي او كه هم دا ژبه خوږې خبرې اوکړي نو د ډيرو خلقو په مينځ كښې د مَحبَّت سبب جوړيږي. خفه زړونه خوشحالوي، هم دا ژبه د خپل ورور د خفه کولو سبب جوړيږي او هم دا ژبه ورونړه د مرګه پورې په اتفاق ساتي. هم د دې ژبې خواږه الفاظ د سخت نه سخت زړه هُم نرموي او هم دا ژبه ده چې کله داسې څه اُووائي چې خپل رب ناراضه كړي.  

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ژبې قُفلِ مدينه لګولو يعني خپل ځان د فضولو خبرو نه بچ كولو كښې عافيت [يعني خير] دے. د خاموشئ عادت جوړولو د پاره څه نه څه خبرې د ليک په صورت کښي يا په اشاره کښي كول بےحده فائده مند دي.

     د مشهور مُفسرِ قرآن حضرت مفتـي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان مفهوم دے: ”څوک چې د ژبې بے باكه وي، هره ښه او بده خبره كوي نو پوهه شه چې د هغه زړه سخت دے، په هغه كښې حيا نشته، سختي هغه وَنه ده چې د هغې ځيله د انسان په زړه كښې ده او د هغې خاخ په دوزخ كښې دے د داسې بےخوفه انسان انجام دا وي چې هغه د الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بے ادبه جوړ شي او كافِر شي.“ شيخِ