Book Name:Jannat Ki Sab Say Bari Namat
كبل د زعفرانو دي، غاړې ئې د ملغلرو او خاوره ئې د عَنبرو ده.[1] او په يو بل روايت كښې دي: چې كله الله پاك جَنَّتِ عدن پيدا كړو نو په هغې كښې ئې هٰغه څيزونه پيدا كړل چې نه يوے سترګې ليدلي دي، نه يو غوږ اوريدلي دي او نه په يو زړه كښې د هغې خيال راغلے دے. بيا الله پاك جَنَّتِ عدن ته اوفرمائيل: زما سره كلام اوكړه: هغه اووئيل: ’’ قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَ‘‘ بيشكه ايمان والا كامياب شو.[2]
د جنَّت په نِعمتونو كښې به د ټولو نه لوئ نِعمَت دا وي چې الله پاك به د جنتيانو نه راضي وي. هيڅ كله به نه ناراضه کيږي. او د الله پاک رضا د ټولو [نعمتونو] نه لويه ده.[3]
دا نِعمَت د ټولو نه اعلٰى او د عاشقانِ اِلٰهي د ټولو نه لويه تمنا ده. د الله پاك رضا او ديدار به د کوم عمل په بدله کښي نه وي بلكه دا به خاص د ربِّ رَحِيم له طرفه تحفه وي. الله پاك دِ مونږ ته د خوږ حبيب صَـلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خاطر د دې نه حِصَّه را عطا كړې. آمـين
نبـي كريم صَـلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: چې كله جنتيان جنت ته داخل شي نو الله پاك به اوفرمائي: ”آيا نور څه غواړئ چې در ئې كړم.“ عرض به اوكړي: تا زمونږه مخونه روښانه كړل، جنت ته دِ داخل كړو، د دوزخ نه دِ خلاصے راكړو، نو الله پاک به پرده اوچته کړي او جنتيانو ته به د خپل ربّ د ديدار کولو نه زيات بهترين بل يو نِعمت هُم نه ورکولے کيږي. بيا خوږ آقا مكي مدني مصطفٰـى صَـلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا آيتِ