Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

دُنيا خوږه او شنه ده

      د رَحمَتِ عالَم صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فَرمانِ مُعَظَّم دے : دُنيا خوږه ، شنه ده ، څوك چې په دې كښې په حلاله طريقه مال ګټي او په صحيح حقونو كښې ئې خرچ كوي الله تعالٰى به هغه ته ثواب وركوي او هغه به جَنَّت ته داخل كړي او څوك چې په دې كښې په حرامه طريقه مال ګټي او په غيرِ حق كښې ئې خرچ كوي ، الله تعالٰى به هغه دَارُ الْهَـوَان    (يعني د ذِلَّت كور) ته داخل كړي.     ( شُعَبُ الايمان ج٤ ص ٣٩٦  حديث ٥٥٢٧ )

    حضرت عَلَّامه عبدُ الرَّؤف مَناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د دې حديثِ پاك لاندې په فَيضُ الْـقَدِيركښې ليكي : معلومه شوه چې دُنيا په اصل كښې مذموم [يعني بده نه ده] ځكه چې دا د آخِرت پټے دے. په دې وجه څوك چې د شريعت په اِجازت د دُنيا يو څيز حاصل كړي نو دا څيز به په آخِرت كښې د هغه مدد كوي.  (فيضُ القدير ج٣ ص ٧٢٨ تحت الحديث ٤٢٧٣)

لِـهذا مونږ ته هُم پکار دي چې د ضرورت نه زيات د دُنيا په مال پسې منډې نه وهو ، او د خپل وَس مطابق صدقه او خيرات هُم کوو۔

      فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے : صَدَقه په مال کښي کمے نه کوي او الله تعالٰى د معاف کولو په وجه د بنده عِزَّت زياتوي او څوک چې د الله پاک د رضا د پاره اِنکِساري [يعني عاجزي] کوي ، نو الله پاک هغه ته اوچتوالے ورکوي۔ (صحیح مسلم ص ۱۳۹۷حدیث۲۵۸۸)

      زمونږ د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه د بے نيازئ دا شان وو چې په خپل کور مبارک کښي به ئې مال ساتل هُم نه خوښول بلکه فوراً به ئے