Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

نوکري   كه   غواړئ ،   راشئ    راشئ   راشئ                     قافِله  كښې  لاړ  شئ   قافِله  كښې  لاړ   شئ

تنګدستي  به لرې  شي ، هُم  آفت به لرې شي            واخلئ  ډير   بَرَكتونه ،  قافِله   كښې   لاړ   شئ

بيمارئ  به لرې  شي ،   پريشانئ  به  لرې شي                      بس راځئ چې  لاړ  شو ،  قافِله  كښې  لاړ  شئ

دا  خبره  د  عطاّرؔ ،  واورئ  د  خپل  غمخوار                        ټول  په جمع پكښې ځئ ، قافِله كښې لاړ  شئ

د ټيلي تهون ترغيب

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه په ټوله دُنيا کښې د دعوتِ اسلامي د 108 نه زيات شُعبه جات قائم دي ، په دې شُعبه جاتو کښي مَدرَسةُ الْمَدينه او جامِعَةُ الْمدِينه هُم شامل دي ، چې په دې کښي د علمِ دين او د قرآنِ مجيد د حِفظ و ناظِره فِـىْ سَبِيْلِ الله تعليم ورکولے کيږي۔ په مُلک او بيرونِ مُلک کښې 851 (اته سوه او يو پنځوس) جامِعَاتُ الْمدِينه  دي چې په دې کښي د سبق وئيونکو طلبه و طالبات شمير تقريباً 62599 (62 زره او 599) دے ، تقريباً 13455 (13 زره او 455) طلبه و طالباتو درسِ نِظامي (يعني عالِم کورس / عالِـمه کورس) مکمل کړے دے او 2140 (2 زره 140) اسلامي خويندو فيضانِ شريعت کورس هُم پوره کړے دے۔

       په مُلک او بيرونِ مُلک کښې 4201 (څلور زره ، دوه سوه او يو) مَدارِسُ الْمَدينه کښي تقريباً 196348 (يو لاکھ 96 زره او 348) ماشومان او ماشومانې د قرآنِ کريم په حفظ و ناظره کښې مشغول دي ، صرف د دې دوو شُعبه جاتو سالانه اخراجات تقريباً 3 اربه او 73 کروړه روپئ دي۔

      اِنْ شَــآءالـلّٰـه 15 نومبر 2020 ، 28 رَبِيعُ الْاَوَّل 1442 هجري د اتوار په ورځ به د ورځې 00 : 2 بجو نه واخله بله ورځ سحر 00 : 5 بجے پورې د ټيلي