Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

د مدني قافِلے په برکت ئې روزګار پيدا شو

      د مُلتان (پنجاب ، پاكستان) اوسيدونكي يو اِسلامي ورور د بيان خُلاصه ده چې هغه د ډيرې مودے نه د روزګار په سلسله كښې پريشانه وو ، ډيرو ځايونو كښې ئې انټروِيو هُم وركړه خو څه كار ئې اُو نه لګيدو ، په دې دوران كښې د هغوئي ملاقات دعوتِ اسلامي كښې شامِل يو اسلامي ورور سره اوشو ، هغوئي تسلي وركړه چې وروره پريشانه كيږئ مه ، تاسو د دعوتِ اسلامي مَدَني قَافِله كښې سفر اوكړئ ، هلته د بيروزګارئ نه د خلاصيدو دُعا اوكړئ ، اِنْ شَــآءالـلّٰـه د الله كرم به اوشي. يو څو ورځې پس په يوه كمپنئ كښې د هغوئي اِنټروِيو وه ، هغوئي اِراده اوكړه چې د انټروِيو نه پس به  د درې ورځو مَدَني قَافِله كښې سفر كووم. انټرويو نه پس هغوئي د مَدَني قافِلے مسافر جوړ شو ، مَدَني قَافِله كښې د سفر ئې دويمه ورځ وه چې خبر ورته راغے چې تاسو انټرويو كښې كامياب شوي ئې ، چنانچه مَدَني قافلے نه چې بيرته راغلو نو يو څو ورځې پس ورته د كمپنئ له طرفه ليټر [يعني خط] هُم راغے. دغسې اَلْحَمْدُ لِلّٰه د مَدَني قافلے په بَرَكت ئې روزګار اولګيدو.

نوکری چاہئے ، آئیے آئیے                           قافلے میں چلیں ، قافلے میں چلو

تنگدستی مٹے دور آفت ہٹے                             لینے کو بَرَکتیں ، قافلے میں چلو

دُور بیماریاں اور پریشانیاں            ہوں گی بس چل پڑیں ، قافِلے میں چلو

سُن لے عطاّرؔ کی ، اپنے غمخوار کی          یہ ندا ’’سب چلیں‘‘! قافِلے میں چلو

(وسائلِ بخشش مرمم ، ص۶۷۲ ، ۶۷۵)