Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

جمع کړئ او نورو ته هُم د دې ترغیب ورکړئ۔ د یونټ جمع کولو د پاره څه هدف جوړ کړئ او د اوس نه  د دې د پاره رابطے شروع کړئ۔

 اللہ پاک دِ مونږ ته د دين په کارونو کښي د زړه د اخلاصه د خرچ کولو  توفیق راکړي۔  

اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت ، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                                           جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا

جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د ناستې يو څو سنتونه او آداب

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې د ناستې يو څو سنتونه او آداب واورو : * سُرِين په زمكه لګوئ او دواړه زنګونان اودروئ او دواړه لاسونه ترينه چاپيره كوئ او په يو لاس بل لاس نيسئ ، داسې كښيناستل سُنَّت دي. (خو په دې دوران كښې زنګونان په څادر