Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

رَضِیَ الله عَنْه فرمائي : هُم هغه څادر د هغوئي كفن جوړ شو.  (صحیح البخاری ، کتاب العمل فی اللباس ، ج۴ ، ص۵۴ ، حدیث۵۸۱۰) 

د وِصالِ ظاهري نه پس سخاوتِ مُصطفٰى

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دواړو جهانو سردار دے ، الله پاك هغوئي مالك و مختار جوړ كړے دے ، د ټولو خزانو كنجيانې ئې هم ورته عطا كړي دي ، خو د ځان سره څه پاتې نه ساتي ، بلكه ټول تقسيموي. بلکه د خپل ظاهري ژوند په شان د وصال نه پس هم د خپل اُمَّت پريشان حالو خلقو ته ورکړه كوي. كه د چا ذِهن كښې وسوسه راشي چې حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو د دُنيا نه تشريف وړے دے نو اوس څنګه د سوال كوونكو مدد كوي؟ نو ياد ساتئ چې! د الله پاك ټول انبياء په خپلو خپلو مزاراتو كښې ژوندي دي.

     اعلٰى حضرت امامِ اهلسُنَّت شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او ټول انبياء حقيقي ، دُنياوي ، روحاني او جسماني ژوند سره ژوندي دي. په خپلو قبرونو كښې لمُونځونه كوي ، رزق وركولے كيږي ، چرته چې غواړي تشريف وړي ، د زمكې او آسمان په سَلطنت كښې تَصَرُّف كوي. رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي : اَلْاَنْبِیَاءُ اَحْیَاءٌ فِیْ قُبُوْرِھِمْ یُصَلُّوْن يعنې انبياء په خپلو قبرونو كښې ژوندي دي او لمُونځ ادا كوي.  (مجمع الزوائد باب ذکر الانبیاء علیہم السلام ۸ / ۳۸۶ ، حدیث : ۱۳۸۱۲از فتاویٰ رضویہ ، ۱۴ / ۶۷۵)