Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

وركړې او صبا پخپله خيرات غواړې ، دويمه دا چې خيرات اول خپلو خپلوانو ته وركوه ، بيا نورو ته ، ځكه چې خپلوانو ته وركولو كښې صدقه هم ده او صِله رحمي هم ده. (مرآۃ المناجیح شرح مشکاۃ المصابیح ، ج۳ ، ص۷۰۔ ۷۱)

دولسو مَدَني كارونو كښې يو مَدَني كار “ قَافِله “

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه د قَافِلو په بَرَكت د ډيرو خلقو په ژوند كښې مَدَنـي اِنقلاب راغلے دے. * قَافِله كښې د سفر كولو په وجه د نيكو خلقو صُحبت حاصليږي. * د قافلے په بَرَكت بيلمانځه خلقو ته د لـمانځه اَهَمِّيَّت معلوميږي * د قافِلے په بَرَكت نوي نوي اسلامي ورونړه لـمونځ زده كوي * د قافِلے په بَرَكت سنتونه او آداب زده كيږي * د قافِلے په بَرَكت درس او بيان كول زده كيږي * د قافِلے په بَرَكت اِنفرادي كوشش كول ، صدائے مدينه لګول او علاقائي دوره وغيره كول زده كيږي  * د قافِلے په بَرَكت ډيرو  خلقو ته د دِيني مسائلو زده كولو سعادت حاصليږي * د قافِلے په بَرَكت جُماتونو كښې د ذِكر و اَذكار او درس و بيان سلسلے جاري وي * د قافِلے په بَرَكت جُماتونه آباديږي. د جُماتونو آبادولو به څه وائې! حديث شريف كښې دي : چې كله يو بنده د ذِكر او لـمانځه د پاره جُمات ځائے اوګرځوي نو الله تعالٰى د هغه نه داسې خوشحاليږي څنګه چې خلق د خپل ورَك شوي كس خپل ځائے ته راتلو باندې خوشحاليږي.         (ابن ماجہ ، کتا ب المساجد … الخ ، با ب لزوم المساجد … الخ ، ۱ / ۴۳۸ ، حدیث : ۸۰۰)

راځئ چې! د ترغيب د پاره د مَدَني قافِلے يو مَدَني سپرلے واورو :