Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

معاملاتو کښي مَثَلًا د بجلئ ، ګيس بِل وغيره ادا کولو کښي حِصَّه شاملوي ، د دينِ اسلام د ترقئ او د نيکئ دعوت عام کولو کښي د الله پاک ورکړي مال نه خپله حِصَّه لګوي ، مَثَلًا غريبانان اسلامي ورونړو د دعوتِ اسلامي قافلو کښي ليږلو د پاره د هغوئي زادِ راه يعني خرچه ادا کوي ، د سُنَّتو ډک درس ورکولو خواهشمندو غريبانانو اسلامي ورونړو له “ فيضانِ سُنَّت “ واخلي ، په خپل دُکان ، مارکيټ ، جمات ، محلّه ، دفتر ، کالِج وغيره کښي د اَميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه اصلاحي رسالے يا بيانات (ميموري کارډ وغيره) تقسيمولو په ذريعه خپل مال د الله پاک په لاره کښې خرچ کوي ، د دې ټولو د پاره خوشخبري ده چې الله پاک به د هغوئي مال زياتوي او د دې ثواب به د 700 پورې زياتوي او صرف په دې بس نه ده بلکه اِرشاد فرمائي :  وَ اللّٰہُ یُضٰعِفُ لِمَنۡ یَّشَآءُ ؕ [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او الله به ئې د دې نه هُم زيات کړي د چا لپاره چې اوغواړي۔

      راځئ چې د ترغيب د پاره د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جُود و عطا نور واقعات واورو چې زمونږ په زړه کښي هُم د دِين د تروِيج و اشاعت [يعني د دينِ اسلام د ترقئ او د نيکئ دعوت عام کولو] ، د جماتونو د خدمت ، د مسلمانانو د مالي مدد او د الله پاک په لاره کښې د مال خرچ کولو رغبت زيات شي۔ چنانچه

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سخاوت واقعات

     په غزوۀ حُنين كښې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دومره زيات