Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

پاتې هُم دي؟ ما عرض اوکړو : آو جي۔ هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل : “ ما ته د هغې نه هُم سبکدوش (يعني بے تَعَلُّقه) کړه! تر څو پورې چي دا څه ځائے ته اُو نه رسي تر هغې به زه کور ته نه ځم۔ “ هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د ماسخُتن د لـمانځه نه فارغه شولو نو زه ئے اوغوښتلم او د هغه باقي مال د حال تپوس ئے رانه اوکړو ، ما عرض اوکړو : هغه زما سره دے۔ څوک سوالګر ملاو نه شو۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شپے په جُمات کښي پاتې شولو۔  بله ورځ ئې د ماسخُتن د لـمانځه نه پس بيا زه اوغوښتلم ، ما عرض اوکړو : يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاک تاسو سُبَکدوش کړلئ [يعني هغه مال د الله پاک په لاره کښې ورکړے شو]۔ دا ئې چې واوريدل نو تکبير ئې اُووئيلو او د الله پاک شکر ئې ادا کړو ، ځکه چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې ويره لرله چې چرته داسې اونشي چې مرګ راشي او هغه مال زما سره وي۔ د هغې نه پس زه په حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې شا ته روان شوم ، تر دې چې هغوئي خپل مکانِ عاليشان ته تشريف يوړلو۔                                (سنن ابو داؤد ، کتاب الخراج والفئی والامارۃ ، ج۳ ، ص۲۳۰۔ ۲۳۲ ، حدیث۳۰۵۵)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل چې زمونږه خوږ آقا مَکِّـي مَدَني مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څومره سخاوت کولو چې لږ شان مال به ئې هُم ځان سره ساتل نه خوښول ، بلکه تر څو پورې به ئې چې په خلقو نه وو تقسيم کړے تر هغې پورې به نه مُطمئن کيدلو ، پخپله د يو څيز د حاجت لرلو باوجود به ئې هغه څيز په غريبانو او محتاجانو صَدَقه کولو او سوالګر ته به ئې دومره ډيره ورکړه کوله چې هغه ته به دوباره د غوښتلو حاجت نه