Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

واغستلو او په خدمت کښي حاضر شوم او عرض مې اوکړو چې يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما مور و پلار دِ په تاسو قربان شي ، هغه مشرک چې زه ترينه قرضه اخلم ، هغه ما ته داسې داسې وئيلي دي ، ستاسو سره هُم د قرض ادا کولو د پاره څه نشته او زما سره هُم هيڅ نشته ، هغه به ما بيا رُسوا کوي ، تاسو اجازت راکړئ چې زه هغه خلقو ته ورشم کوم چې مسلمانان شوي دي ، تر دې چې الله پاک خپل رَسُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دومره مال عطا کړي چې په هغې زه خپل قرض ادا کړم ، ما دا اُووئيل او د هغه ځائے نه را اُووتلم۔ د سحر په وخت کښي چې زه د تللو په اراده بهر اُووتلم نو يو کس په منډه منډه زما خوا ته راغلو او اُوئې وئيل : “ اے بلال! رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تاسو غوښتي ئې۔ “ زه چې هلته اورسيدلم نو څه ګورم چې سامان بار شوي څلور اوښان موجود دي۔ ما د دننه ورتللو اجازت اوغوښتلو نو حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل : مبارک شه! الله تعالٰى ستا د قرض د ادائيګئ ذريعه جوره کړه ، بيا ئې اُوفرمائيل : تا څلور اوښان اوليدل؟ ما عرض اوکړو : آو جي۔ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل : دا اوښان د فَدَک حاکِم راليږلي دي ، دا په هغو باندې بار کړي غَلَّه او کپړے ټولې ته کيږده او د دې په ذريعه خپل قرض ادا کړه۔ ما د حُکم تعميل اوکړو او هُم دغسې مې اوکړل ، بيا زه جُمات ته راغلم او رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته مې سلام عرض کړو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم را نه تپوس اوکړو : د هغه مال نه تا ته څه فائده حاصله شوه؟ ما عرض اوکړو : الله پاک هغه ټول قرض ادا کړو ، کوم چې د هغه په رسول وو ، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل چې آيا د هغه مال نه څه