Book Name:Shan e Mustafa
ص٩٤) * نارينه دِ د نارينؤ او ښځې دِ د ښځو جامې اغوندي ، په وړو ماشومانو کښې هم د دې خبرې لحاظ ساتئ * د دعوتِ اِسلامي د اِشاعتي اِدارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه چاپ شوي د ١٢۵٠ صفحو کتاب بهارِ شريعت جِلد اَوّل صفحه ٤٨١ کښې دي : د نارينه د پاره د نامه د لاندې نه واخله د زنګنونو د لاندې پورې ’’عورت‘‘ (يعني پرده) ده ، د دې پټول فرض دي. نوم په دې کښې شامِل نه دے او زنګنونه پکښې شامِل دي. (دُرِّمُختار ، ردُّالمُحتار ج ٢ ، ص٩٣) په دې زمانه کښې ډير خلق داسې شته چې تهبند يا پرتوګ داسې اغوندي چې د سپوغزو (يعني د نامه لاندې راوتلي ځائ) څه حصه ئې پكښې ښکاري ، که په کُرته [يعني قميص] وغيره كښې داسې پټ وي چې د پوستکـي (يعني څرمنې) رنګ پکښې نه ځليږي نو خير دے ، ګني حرام دي او که په لـمانځه کښې د څلورمې حصې په قدر ښکاره وو نو لـمُونځ نه کيږي (بهارِشريعت) خصوصًا د حج او د عُمرے اِحرام والؤ ته په دي کښې د سخت احتياط ضرورت دے. * نن صبا بعضې خلق په ښکاره د خلقو په مخکښې جانګے (نيم پتلون) اغوستے ګرځي او په هغې کښې د هغوئي زنګنونه او ورنونه ښکاري دا حرام دي ، د داسې خلقو ښکاره زنګونانو او ورنونو ته کتل هم حرام دي. بِالخصوص د لوبو په ميدان ، د ورزش کولو ځايونو کښې او د سمندر په غاړه داسې نظارے زياتې وي. لِهٰذا داسې مقاماتو ته په تګ کښې سخت احتياط ضروري دے۔ * د تکبُّر په طور چې کوم لباس وي هغه ممنوع [يعني منع] دے. تکبُّر شته او که نه ، د دې پيژندګلو دِ داسې اوکړي چې د دې كپړو [يعني جامو] اغوستلو نه مخکښې چې د ده کوم حالت وو ، که د اغوستلو نه وروستو هم د ده هُم هغه حالت وي نو معلومه شوه چې په دې جامو کښې تکبُّر پيدا نه شو. خو که هغه حالت ئې اوس نه وي پاتې نو بيا تکبُّر پيدا شو. لِهٰذا! د داسې جامو نه دِ ځان بچ