Book Name:Shan e Mustafa

زمونږ ګنهګارانو شفاعت کوونکي خوږ مَکِّـي مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے : چا چې په ما لس ځله سحر او لس ځله ماښام درود شريف اووئيلو هغه ته به د قيامت په ورځ زما شفاعت نصيب کيږي. [1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د شفاعت حاصلولو يوه بهترينه ذريعه

      اے عاشقانِ رَسُول! د الله پاک د آخري نبي مَکِّـي مَدَني مُحَمَّدِ عَـرَبِـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت حاصلولو يوه بهترينه ذريعه کثرت سره دُرود شريف وئيل هُم دي ، يعني ډير ډير درود شريف وئيل هُم د شفاعت بهترينه ذريعه ده. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د نيک جوړيدلو طريقه په نوم د “ نيک اعمال “ رساله کښې هُم هره ورځ کم از کم د 313 ځله درود شريف وئيلو ترغيب ورکړے شوے دے۔ څومره به ښه وي چې مونږ د کوم خوږ آقا مَکِّـي مَدَني مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جشنِ وِلادت خوشحالئ لـمانځو [يعني مناوو] په هغه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې هره ورځ کم از کم د 313 ځله درود شريف وئيلو عادت جوړ کړو!

راځئ چې د شفاعت سوال کولو د پاره ټول په شريکه دُرودِ شفاعت اُووائيو ، الله پاک دې مونږه د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت نه نه محرومه کوي : “ اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ   ‘‘

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]    مجمع الزوائد ، کتاب الاذکار ، باب مایقول اذا اصبح و اذا امسی ، ۱۰ / ۱۶۳ ، حدیث : ۱۷۰۲۲.