Book Name:Shan e Mustafa

د لُعابِ دَهَن کمال

      اے عاشقانِ رَسُول! سیِّدِ عالم نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو جهانونو د پاره رحمت جوړ کړے شوے تشريف راوړے دے ، د هغه رحمت دا شان وو چې الله پاک د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په لُعابِ دَهَن (يعني لاړو مبارکو) کښي هغه بَرَكت ايښودے وو چې په هغې کښې د زخميانو او بيمارانو د پاره شِفاء وه او د هغې په بَرَكت به د زهرو اثر  هُم ختميدلو. چنانچه چې كله د الله پاک حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غارِ ثور ته اورسيدلو نو مخكښې حضرتِ سيِّدُنا صِدِّيقِ اكبر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ غار ته ورداخِل شو ، صفائي ئې اوكړه ، ټول سُوري ئې بند كړل ، آخري دوه سُورو د پاره ئې څه څيز اُو نه موندلو نو هغې ته ئې خپلې ښپې كيښودلې او بند ئې كړل ، بيا ئې رسُولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دننه د تشريف راوړلو درخواست اوكړو : رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دننه تشريف يوړلو او د خپل وفادار يارِ غار و يارِ مزار صِدِّيقِ اكبر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ په ورون ئې سر مبارك كيښودلو او آرام فرما (يعني اوده) شولو. په هغه غار كښې يو مار وو هغه [مار صِدِّيقِ اكبر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ] په ښپه اوچيچلو خو قربان د عشق و مَحَبَّت د هٰغه اعلٰي نمونے نه چې د درد د زياتوالي او تكليف باوجود ئې صرف په دې وجه چې د خوږ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په آرام او راحت كښې خلل را نه شي بالكل داسې خاموشه وو چې حَرَكت ئې هُم نه کولو ، خو د تكليف د زياتوالي په وجه ئې بے اِختياره د سترګو مباركو نه اوښكې روانې شوې او چې د اوښكو يو څو څاڅكے د محبوبِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مخ مبارك باندې قُربان شو نو رسولِ بيمثال صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رابيدار شولو او تپوس ئې اوكړو : اے ابوبكر (رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ) ولے ژاړئ؟ حضرتِ سيِّدُنا ابوبكر صِدِّيقِ رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د مار چيچلو واقعه عرض كړه. خوږ نبي صَلَّى اللهُ