Share this link via
Personality Websites!
مکّی کی آمد مرحبا مَدَنی کی آمد مرحبا
عَرَبی کی آمد مرحبا قَرَشی کی آمد مرحبا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ مِيلاد! د شفاعت نور قسمونه هُم دي ، مَثَلًا ډير به داسې وي چي بے حسابه به جَنَّت ته [د شفاعت په ذريعه] داخل کړے شي ، د څلور اربه او نوي کړوړه شمير خو معلوم دے او د دې نه ډير زيات نور دي چې هغه د الله پاک او د هغه د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په عِلم کښي دي [يعني بے حسابه جَنَّت داخليدونکي] ، ډير به هغه هُم وي چې د هغوئي حساب به شوے وي او د جَهنَّم مُستحِق شوي به وي ، د هغوئي شفاعت به کوي او د جَهنَّم نه به ئې بچ کړي او د بعضو شفاعت به اوکړي د جَهنَّم به ئې را اُوباسي ، او د بعضو درجات به اوچتوي او د بعضو نه به عذاب کم کړي ، د هر قِسمه شفاعت د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره ثابت دے. د شفاعت مَنصب حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ورکړے شوے دے څنګه چې د بُخاري شريف په حديث نمبر 335 کښې شفيعُ الْمُذنِبِين [يعني د ګنهګارو شفاعت کوونکے] خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : اُعْطِیْتُ الشَّفَاعَۃ يعني ما ته شفاعت راکړے شو. [1]
د درُود شريف وئيوونکي د پاره شفاعت
په حديث شريف کښې دي : چا چې دا اُووئيل : “ اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ ‘‘[2] د هغه د پاره زما شفاعت واجب شو. [3]
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami