Book Name:Shan e Mustafa

كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.

(2) ټول ګناهونه مُعاف

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ

د حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ نه روایت دے چې تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخكښې او كه ناست وو نو اودريدلو نه مخكښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.

(3) د رَحمت اويا دروازے :

صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

(4) د شپږ لاکه دُرُود شریف ثواب

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ

حضرت اَحْمَد صاوِی  رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي : دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[3] راځئ چې دا دُرُود هُم


 

 



[1]    افضل الصلوات علی سید السادات ، الصلاۃ السادسۃ والخمسون ، ص۱۵۱ملخصًا

[2]   القول البدیع ، الباب الثانی ، ص۲۷۷

[3]    افضل الصلوات علی سید السادات ، الصلاۃ الثانیۃ والخمسون ، ص۱۴۹