Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

      اے عاشقانِ رَسُول! سوچ اوكړئ! په دغه مباركو ورځو كښې د يوے يوے روژے نيولو څومره ثواب وركولے كيږي نو كوم خوش نصيبه مسلمان چه دې ورځو كښې مختلف عبادتونه مَثَلًا د ورځې روژے نيسي او شپے په ويښه عبادتونو كښې تيروي نو دا اندازه څوك لګولے شي چه الله تعالٰى به په دې عبادتونو كولو هغوئي ته څومره ثوابونه وركوي. لِـهذا اے عاشقانِ رَسُول! دا لس ورځې هيڅ كله په غفلت كښې تيرول نه دي پكار، دا لس ورځې ځان عبادتونو كښې مشغول ساتل پكار دي، دې لسو ورځو كښې د لسم ذِی الْحِجَّه نه علاوه باقي ورځو كښې روژے نيول پكار دي، ياد ساتئ! لسم ذُو الْحِجَّةِ الْحرام باندې روژه نيول مكروهِ تَحريمي او ګناه ده. (بہارشریعت،۱/ ۹۶۷ملخّصًا،دُرِّ مُخْتار و ردالمحتار ،۳/۳۹۱  ملخّصًا)

          اے عاشقانِ رَسُول! اَلْحَمْدُ لِلّٰه د نفلي روژو هُم بيشميره ديني او دُنيوي فائدے دي او ثواب ئې دومره زيات دے چه د بنده زړه غواړي چه بس ټول كال مې روژے نيولے. مَثَلًا  د ايمان حفاطت، د جَهنَّم نه نجات، جَنَّت ګټل او د بيشميره بيمارو نه د حفاظت ذريعه ده او د ټولو نه غټه فائده دا ده چه روژه دار نه الله پاك راضي كيږي، لِـهذا مونږ ته كوشش كول پكار دي چه هره مياشت څه نه څه نفلي روژے هُم نيسو، بِالخصوص د ګُل شريف د ورځې او د زيارت د ورځې او د هرې مياشتې د اَيَّامِ بِيض (یعني د هرې اسلامي مياشتې د  13،14،15 تاریخ) روژے نيول سُنَّتِ مباركه هُم دي. چنانچه

       اُمُّ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا نه رِوايت دے چه د نبيانو سَروَر، د رسولانو افسر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ګُل او زيارت روژه نيوله. (ترمذی،ابواب الصوم،باب ماجاء في صوم یوم الاثنین و الخمیس،۲/۱۸۶،حدیث:۷۴۵ملخصا)

     حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله اِبنِ عَبَّاس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چه د الله تعالٰى خوږ نبي،