Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

هُم اوكړئ چه هغوئي هُم د قربانئ څرمنې دعوتِ اسلامي ته وركړي.

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د پاكستان تقريباً هر ښار كښې ډيرو مقاماتو كښې د دعوتِ اسلامي زيرِ اِنتِظام ”د قربانئ د څرمنو“ سټالونه لګولے كيږي، كه تاسو ته د قربانئ د څاروي څرمن رسَوَلو كښې څه مُشكِلات وي نو د خپلې علاقے يا د دعوتِ اسلامي نزدې ذِمَّه دارانو سره فوراً رابطه اوكړئ چه د قربانئ څرمن په صحيح وخت محفوظه كړے شي او د دې صحيح اِستعمال اوشي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د سیِّدِي قُطبِ مدينه د سِيرت جهلكيانې

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د ذُو الْحِجَّةِ الْحرام مباركه مياشت جاري ده، په دې مباركه مياشت كښې يو عظیم شخصیت خلیفۀ اعلیٰ حضرت قُطبِ مدینه حضرت علّامه مَولانا  ضیاءالدّین احمد مَدَنی قادري رَضِوِي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه عُرس مبارَك دے. راځئ چه د بَرَكت حاصلولو د پاره د هغوئي د پاكِيزه سِيرت يو څو جهلكيانې واورو، چنانچه

نوم او نَسَب او تاريخِ پيدائش!

      ٭ د سَیِّدي قُطبِ مدینه نوم ضِیاءُ الدین احمد دے، ٭ د سَیِّدي قُطبِ مدینه پیدائشی نوم” احمد مختار“دے، ٭ د سَیِّدي قُطبِ مدینه نِيكه حضرت شیخ قُطبُ الدین قادري رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه بيا وروسته د هغوئي نوم ’’ضِیاءُ الدِّین‘‘ كيښودے وو، ٭ سَیِّدي قُطبِ مدینه د ګُل په ورځ ربیعُ الاوّل 1294ھ بمطابق 1877ء مقام قصبه کلاس والا، ضلع سیالکوټ كښې پیدا شوے وو. (سیدی ضیاء الدین احمدالقادری، ۱/۱۶۴،ملتقطاً) ٭ سَیِّدي قُطبِ مدینه د امیرِ اَهلِسُنَّت حضرت علامه محمد الیاس قادري دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه پِير و مُرشِد دے، ٭ سَیِّدي