Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

وفات شريف او تدفين

٭ د سَیِّدي قُطبِ مدینه وصال په 4 ذُوالْحِجَّۃِ الْحَرام1401 ھ بمطابق 2-10-1981 د جُمُعے په ورځ د اذان په دورانِ كښې اوشو، ٭ د سَیِّدي قُطبِ مدینه د غُسل شریف نه پس د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه كفن په هٰغه مباركو اوبو لُوند كړے شو كومو اوبو باندې چه د حُضُورِ انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قَبْر مبارك ته غُسل وركړے شوے وو او مُختلِف تَبَرُّکَات ورسره كيښودے شو، بيا کفن شریف اوتړلے شو.  ٭ د سَیِّدي قُطبِ مدینه جنازه مبارَکه د مازديګر د لـمانځه نه پس د دُرُود و سلام او قصیدۂ بُردہ شریف په آوازونو كښې اوچته كړے شوه ٭ سَیِّدي قُطبِ مدینه د هغوئي د خواهِش مُطَابِق جنّتُ البَقِیع  كښې د اَهلِ بَیتِ اَطهار عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان په خوا كښې دفن كړے شو. (سیّدی قطبِ مدینہ،ص۱۷)، ٭ د سَیِّدي قُطبِ مدینه د سیرت متعلق نور معلومات حاصلولو د پاره د امیرِاهلسنت رساله ”سَیِّدى قُطبِ مدینہ“ اولولئ. دا رِساله د دعوتِ اسلامي په ویب سائټ www.dawateislami.net باندې هُم لوستلے شئ، ډاؤن لوډ (Download) كولے او پرِنټ آؤټ (Print Out) ئې هم راويستلے شئ.

امیرِ اهلسنّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپل پیر و مرشد په دَربار كښې داسې عرض كوي:

مجھ  کو  دیدو  بقیعِ    غَرقَد   میں                اپنے  قدموں  میں جا ضِیاءُ  الدّین

مُصطَفٰے   کا   پڑوس  جنّت میں                مجھ  کو  حق  سے  دِلا  ضِیاءُ   الدّین

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد