Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

قُطبِ مدینه سره ټول دعوتِ اسلامي والا مَحبَّت و عقیدت لري، ٭ هم دا وجه ده چه دعوتِ اسلامي د سَیِّدي قُطبِ مدینه د وِلادت [يعني پيدائش] مکانِ عالیشان په بيعه اخستے دے او هغے كښې ئې جُمات او مَدرَسةُ الْمَدينه جوړ كړي دي. ٭ سَیِّدي قُطبِ مدینه اِبتِدائی تعلیم د خپل نيكه صاحب نه حاصِل کړو، سَیِّدي قُطبِ مدینه د سیالکوټ (پنجاب پاکستان) مشهور عالِم حضرت علّامه مَولانا محمد حُسَین نقشبندی رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه نه تعليم حاصل كړو ٭ د هغے نه پس سَیِّدي قُطبِ مدینه د مشهور مُحَدِّث حضرتِ علّامه وصي احمد مُحَدِّثِ سُورتي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه په حلقۀ درس كښې شامل شو، ٭ سَیِّدي قُطبِ مدینه تقریباً څلور (4) كاله پورې د هغوئي نه د تعلیم حاصِلولو سلسله جاري اوساتله (سیدی ضیاء الدین احمد القادری، ۱/ ۱۶۷ملخصاً) هُم دې دوران كښې هغوئي د اُستادِ محترم سره اعلٰی حضرت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه نه مُرِید شو او بيا اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه هغوئي ته خلافت وركړو.

اخلاق و عادات!

٭ سَیِّدي قُطبِ مدینه د ډيرو بهترينو اَوصافو او اَخلاقو مالك وو، ٭ سَیِّدي قُطبِ مدینه به همیشه د الله په ياد كښې ډوب اوسيدو، ٭ سَیِّدي قُطبِ مدینه شب بیدار او تَهَجُّد ګزار وو، ٭ سَیِّدي قُطبِ مدینه د اِشراق، چاشت او اَوّابِینو د لـمونځونو پابند وو، ٭سَیِّدي قُطبِ مدینه به د کمزورئ او بوډا والي باوجود د اسلامي مياشتو د 15،14،13 تاریخ روژے نِيولې. (سیدی ضیاءالدین احمد القادری،۱/۴۸۶،بتغیر) ٭سَیِّدي قُطبِ مدینه 77 كاله په مدينۀ مُنَوَّره كښې اوسيدلو ٭ د سَیِّدي قُطبِ مدینه په كور كښې به هره ورځ محفلِ نعت منعقد كيدلو.