Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

سوار، ص 6) لِـهذا هغه ته پكار دي چه د زړه په خوشحالئ قُرباني اوكړي او ورسره ورسره د قُربانئ مسائل هُم د زده كولو كوشش اوكړي ځكه چه په چا باندې د شرعي اُصولو مطابق قرباني واجب وي، د هغه د پاره د قربانئ ضرروي مَسائل زده كول هُم لازمي دي.

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه د عاشقانِ رَسُول مَدَني تحريك دعوتِ اسلامي زمونږه د روزانه ډيرو معاملاتو كښې زمونږه رهنمائي كوي، هُم دغسې د قرباني كوونكو د آسانئ د پاره د ”آن لائن قرباني كورس“ اهتمام هُم كوي، دا كورس صرف د 7 ورځو وي او په دې كښې هره ورځ صرف د نيمې ګينټے كلاس وي، بِالخصوص هٰغه عاشقانِ رَسُول چه دا كال به د قربانئ كولو سعادت حاصلوي، هغوئي ته مشوره ده چه دا قرباني كورس ضرور د كولو كوشش اوكړي چه زمونږه قرباني د شريعت مطابق صحيح طريقه باندې اوشي.

      راځئ چه د قربانئ ضروري مسائل واورو:

د قُربانئ ضروري مسائل

)١( بعضې خلق د پوره كور له طرفه صرف د يو چيلي قُرباني كوي حالانكه بعضې وخت د كور ډير كسان صاحِبِ نصاب وي او په دې وجه په هغوئي ټولو قُرباني واجب وي، د هغوئى ټولو له طرفه جُدا جُدا قُرباني كول پكار وي. يو چيلے چه د ټولو له طرفه [قربان] كړے شو د هيڅ چا واجب هم ادا نه شو ځكه چه چيلي كښې يوے نه زياتې حصّے نه شي كيدے، صرف د يو طے شُده كس له طرفه چيلے قربانيدے شي.

)٢( غټ څاروي غوا، غوئي، سخوندر، ميښه، او اوښ وغيره كښې ووه 7 قُربانئ كيدے شي. (فتاویٰ هِندیۃ،۵/۳۰۴ ملخَّصاً)