Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

دي، په هغے كښې يوه شُعبه”مجلس اجتماعی قربانی“ هم ده، دا مجلس د دعوتِ اسلامی زيرِ انتظام كيدونكي د اجتماعی قربانئ د ټولو انتظاماتو خيال ساتي . دا مجلس مخكښې د اجتماعی قربانئ بُکِنګ کوي، بيا د دې مجلس سره وابسته حَتَّی الامکان د دې شعبے  ماهر او تجربه کار اسلامی ورونړه د څاروو مندئ ته ځي او د شرعي اُصولو مطابق څاروي اخلي. د څاروو د ګيا، اوبو، د دې د خيال ساتلو، د دې د حفاظت انتظام، قصاب باندې د حلالولو او د غوښې جوړلو مزدوري طے كول، شرعي طور حلالولو نه پس د شريعت د اُصولو مطابق د غوښې حِصَّے جوړول او حِصَّه دارو ته حواله كول، او پاتې شوے رقم حِصَّه دارو ته بيرته رسَوَل، دا ټول كارونه د دې مجلِس په ذِمَّه دارئ كښې شامِل دي.

الله پاك دِ د مجلِس اجتماعي قرباني كوششونه په خپله بارګاه كښې قبول كړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د قربانئ څرمنې دعوتِ اسلامي  ته وركړئ

      اےعاشقانِ رسول! تاسو واوريده چه د عاشقانِ رسول مَدَنی تحریک دعوتِ اسلامی د دِین د خدمت د پاره په 107 شعبه جاتو كښې مصروفِ عمل دے. ياد ساتئ په دې شُعبه جاتو  سالانه كروړونه نه بلكه اربونه روپئ خرچ كيږي، چه هغه د مُخَیَّرو حضراتو په تعاون پوره كيږي، د دې نه علاوه د دې شُعبه جاتو چلولو د پاره د غټ اختر په موقع د قربانئ څرمنې هُم جمع كيږي. غټ اختر راروان دے. د عاشقانِ رَسُول د مدني تحريك دعوتِ اسلامي د دِين د خدمت عظيم كار ستاسو په وړاندې دے، لِـهذا تاسو ټولو ته مَدَني عرض دے چه د قربانئ د څاروو څرمنې دعوتِ اسلامي  ته وركړئ بلكه خپلو دوستانو او خپلوانو ته هُم د دعوتِ اسلامي  تعارُف پيش كړئ او د هغوئي د ذِهن جوړولو كوشش