Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د ذِی الْحِجَّه فضيلت او د قربانئ مسائل اوريدل. عام طور د غټ اختر په موقع غوښې ډيرې وي نو په دې وجه د سبزئ او دالو وغيره استعمال ډير كم شي او خلق زيات تر غوښه خوري، دغسې د خوښې د ډير استعمال په وجه مونږه د غوښې د فائدو نه محرومه شو او د ډيرې زياتې غوښې خوړلو د آفت په وجه بيا ډاكټرانو او حكيمانو له روان يو، لِـهذا د غوښې خوړلو په مُعامَله كښې درمِيانه انداز اختيارول پكار دي او د غوښې نُقصاني اثراتو كمولو د پاره دې سره د سبزيانو اِستعمال ضرور كول پكار دي. راځئ چه د غوښې يو څو طِبِّي فائدے او د زياتې غوښې خوړلو د نُقصاناتو په باره كښې  واورو ، چنانچه

د غوښې طِبِّي فائدے

حكيمان وائي چه غوښه خوړلو سره (د بدن) اوياؤ قُوَّتونو كښې اِضافه كيږي، دې سره د سترګو نظر ښه كيږي، د بدن رنګ ورسره صفا كيږي، خيټه غټيدو ته نه پريږدي، اخلاق و عادت ورسره ښه كيږي، د څاروي د څټ غوښه ډيره ښه وي او خوږه او زر هضميدو والا او سپكه وي، د مخكښنئ ښپے غوښه د ټولو نه زياته خوږه، زر هضميدو والا او بيمارئ نه پاكه وي، د سخوندر غوښه بِالخصوص چه سخوندر څورب وي، ډيره زياته مناسب، خوږه او بهتره وي، دا زر هضم كيږي او طاقتوره وي. چه كومه غوښه كښې ښوروا اوكړے شي عام طور استعمالولو د پاره هغه غوښه بهتره وي. ټولو نه بهتره غوښه د چيلي وي، د چيلي په غوښه كښې د مخكښني ورون او د ملا غوښه بهتره وي، دا زر پخيږي او زر هضميږي، د ملا په غوښه كښې د وينه پيدا كولو اَجزا شامِل وي، غوښه بدن غټوي او طاقت زياتوي، د غوښې فائدے د څاروو په حساب مختلفې دي، د چيلئ غوښه صفا وِينه پيدا كوي او ګرم مزاج د پاره فائده منده وي.