Book Name:Hajj Kay Mahinay Kay Ibtedae 10 Din

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                    جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا                      جنّت كښ مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د قربانئ سُنّتونه او آداب

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ولے چه غټ اختر نزدے دے نو راځئ چه په دې مناسبت د قُربانئ سُنَّتونه او آداب واورو:

مخكښې دوه فرامينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ: )١( قُرباني كوونكي ته د قُربانئ د څاروي د هر ويښته په بدله كښې يوه نيكي حاصليږي (تِرمِذِى،ج٣ ص١٦٢ حديث١٤٩٨)  )٢( څوك چه د قُربانئ كولو وُسعت لري بيا هُم هغه قُرباني اونكړي نو هغه دِ زمونږه عِيدګاه ته نزدے نه راځي. (سُنَنِ اِبنِ مَاجَه ج٣ ص٥٢٩ حديث٣١٢٣) ٭ هر بالِغ، مُقيم، مسلمان نارينه او زنانه، مالِكِ نِصاب باندې قُرباني واجِب ده. (عالمګيرى ج٥، ص٢٩٢)  ٭ كه په چا قرباني واجِب وي او هغه وخت ورسره روپئ نشته نو قرض دِ راواخلي يا څه څيز دِ خرڅ كړي او قُرباني دِ اوكړي. (فتاویٰ امجدیہ، ۳/۳۱۵ملخصاً) ٭ د قُربانئ څاروے په خپل لاس ذبح كول افضل او د حلالولو په وخت د ثوابِ آخرت په نِيَّت هلته حاضر اوسيدل هُم افضل دي.