Book Name:Sayida Kainat Ke 3 Mamoolat
کولو، پۀ روايتونو کښې د دې پورې دي چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د تيزې هوا نه هم زيات سخاوت فرمائيلو ([1]) د هغوئي نه چې به څۀ غوښتلے کيدل، عطا کول به يـې۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! مونږ له هم د رمضان پۀ مياشت کښې خپل سخاوت زياتول پکار دي، مخکښې چې به مو څومره مال د الله پاک پۀ لار کښې ورکولو، پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د دې نه زيات ورکړو، زمونږ پۀ معاشره کښې د غريبانو کمے نشته، څومره يتيمان، مسکينان، غريبان خوران به داسې وي د کومو پيشمني او روژه ماتي چې به پۀ اوبو باندې کيږي، کيدے شي چې د کجورو د اخستو وَس يـې هم نۀ وي، بيا د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس ورسره اختر هم تشريف راوړي، چې دا خواران پۀ ښۀ انداز کښې روژې ونيسي، پۀ پيشمني او روژه ماتي کښې د دوئي دسترخوان هم ډک شي، د دوئي هم د الله پاک د پيدا کړے شوو نعمتونو د خوړلو موقع نصيب شي، بيا اختر هم پۀ ښه طريقه تير کړے شي، ځکه د روژې پۀ مياشت کښې ښه د زړۀ د اِخلاصه صدقه او خيرات کول پکار دي۔
د صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما عادت مبارک وو چې هغوئي به روژه ماتے د مسکينانو سره کولو۔ ([3])
سُبْحٰنَ اللہ! چي مونږ هم نيت اوکړو چې که ډير نۀ وي نو کم از کم يو روژه ماتے خو د يو غريب سره اوکړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغۀ زړۀ ساتنه به وشي، هغه چې د زړۀ نه دعاګانې اوکړي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږه بيړۍ به پارشي۔
مِلا ہے زَرْ تو غریبوں کے کام بھی آؤ! نہ جس سے خِدْمتِ مخلوق ہو وہ دولت کیا ہے؟