Book Name:Sayida Kainat Ke 3 Mamoolat
ګناهونه به اوبخښلے شي۔ ([1]) * پۀ يو بل روايت کښې دي: چا چې پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې 10 ورځې اِعتکاف اوکړو هغه داسې دے لکه چې دوه حجونه او دوه عمرې يـې اوکړې۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي لاندې پۀ ټوله دُنيا کښې پۀ زرګونو ځايونو کښې د اخرۍ عشرې اِجتماعي سُنَّت اِعتکاف کولے شي، تاسو هم کوشش اوکړئ! د دې سره سره د ټولې مياشتې اِعتکاف هم کولے شي۔ دا ځل به پۀ ټول پاکستان کښې پۀ 29 ځايونو او پۀ ټوله دُنيا کښې پۀ 130 ځايونو کښې د ټولې مياشتې اِعتکاف کولے شي۔ که کيدے شي نو پۀ خپل نزدې ځائے کښې پۀ کيدونکي د ټولې مياشتې پۀ اِعتکاف کښې شرکت اوکړئ۔ الله پاک دې توفيق در عطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د دعوتِ اِسلامي د يوې شعبې تعارف: شعبه روحاني عِلاج
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: خَیْرُالدَّوَاءِ اَلْقُرْاٰنُ یعنې بهترینه دوائي قرآنِ کريم دے۔ ([3])
علامه عبد الرؤف مناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: پۀ قرآنِ کريم کښې څۀ داسې آيتونه دي کوم چې د خاص مرضونو او د مصيبتونو د ختمولو د پاره دي، دا آيتونه خاص خلق پيژني۔ ([4])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دعوتِ اِسلامي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰےصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غمژن اُمَّت د غمخورۍ د پاره يوه شعبه پۀ نوم د روحاني عِلاج جوړه کړې ده۔