Book Name:Faizan e Ramazan
کښې د هغوئي خواست واوريدے شو او پۀ لږ ساعت کښې چې د هغوئي او د هٰغه مړي ترمينځه څومره پردې وې ټولې لرې کړے شوې۔ بيا د يو قبر وحشت ناک منظر د هغوئي مخې ته وو۔ څۀ ګوري چې مړے وور راګير کړے دے او هغه پۀ ژړا ژړا حضرت علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته داسې فرياد کوي:
یَاعَلِیُّ! اَنَا غَرِیْقٌ فِی النَّارِ وَحَرِیْقٌ فِی النَّارِ
يعنې اے مولا علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ! زۀ پۀ وور کښې ډوب يم او پۀ وور کښې سوزيږم۔ د قبر وحشت ناک منظر او د مړي درد ناکه اواز حيدرِ کرار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نا قلاره کړو۔ حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل رحمت والا پروردګار پۀ دربار کښې لاسونه پورته کړل او ډير پۀ عاجزۍ سره يـې د هٰغه مړي د بخښلو د پاره خواست اوکړو۔ غيبي اواز وشو: اے علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ! تاسو د دۀ سفارش مۀ کوئ ځکه چې د روژو نيولو باوجود به دې کَس د رَمَضَانُ المُبَارَک سپکاوے کولو، پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې به هم د ګناهونو نه نۀ منع کيدو۔ د ورځې خو به يـې روژې نيولې خو د شپې به يـې ګناهونه کول۔ مولا عليُّ المُرتَضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دا واوريدل نو نور هم غمژن شو او پۀ سجده پريوتو او پۀ ژړا ژړا يـې عرض شروع کړو: يا الله پاکه! زما عزت ستا پۀ لاس کښې دے، دې اِنسان ډير پۀ اُميد سره ما ته اواز کړے دے، زما کريم مالکه! تۀ ما د دۀ پۀ مخکښې مۀ رسوا کوې، د دۀ پۀ بے وسۍ باندې رحم اوکړې او دا اوبخښې۔ حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ژړا ژړا دعاګانې کولې۔ د الله پاک د رحمت درياب پۀ جوش کښې راغلو او اواز وشو: اے علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ! مونږ ستا د غمژن والي پۀ وجه دا اوبخښلو۔ نو د هٰغه مړي نه عذاب پورته کړے شو۔ ([1])
کیوں نہ مُشکِل کُشا کہوں تم کو!
تم نے بگڑی مِری بنائی ہے