Book Name:Quran Aur Siddiq e Akbar رضی اللہ تعالٰی عنہ Ki Shan
سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد وفرمائيلو: یَا اَبَابَکْر! لَوْ کَانَ شَیْءٌ اَحْبَبْتَ اَنْ یَکُوْنَ لَکَ دُوْنِیْ؟ يعنې اے ابو بکره! آيا تۀ دا خوښوې چې که څۀ تکليف رارسي نو تا ته ورسي پۀ ما هيڅ اونۀ شي؟ ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: نَعَمْ! وَالَّذِیْ بَعَثَکَ بِالْحَقِّ مَا کَانَتْ لَتَکُنْ مِنْ مَلِمَّۃٍ اِلَّا اَحْبَبْتُ اَنْ تَکُوْنَ لِیْ دُوْنَکَ آؤ ! يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ الله پاک مې دې قَسم وي چا چې تاسو رښتونے نبي راليږلي يئ! زۀ دا خوښووم چې که هر قِسمه تکليف وي نو ما ته دې راورسي، پۀ تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دې هيڅ اونۀ شي۔
یہ اک جان کیا ہے اگر ہوں کروڑوں ترے نام پہ سب کو وارا کروں میں([1])
پيدل سفر جاري وو، حضرت صِدِّيق اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت کولو کولو جبلِ ثَور ته ورسيدل، غر ته وښتل برا يو غار وو، کوم ته چې غارِ ثَور وئيلے شي، اراده دا وه چې د يو څو ورځو د پاره پۀ دې غار کښې پناه واخلي۔
الله! الله! د عرشِ اعظم سينه يخوونکې ښکلې مبارکې ښپې پۀ سختو غرونو باندې وو غارته ورسي ، د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عشق دا خبره برداشت نۀ کړه، د محبت پۀ غلبه کښې هغوئي محبوبِ ذِشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپلو اوګو باندې کښينولو او ډير پۀ ناز او انداز سره برا د غرۀ د پاسه غار ته يـې ورسولو۔
بيا غار ته دننه کيدل وو، دلته هم د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د عشق عجيبه رنګ وو، هغوئي وړومبے پخپله غار ته دننه لاړو د پاره د دې که دننه چرته څۀ ضررې څيز وي چې هغوئي ته تکليف ورسي خير دے خو چې خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته څۀ ضرر اونۀ رسي، دننه لاړو او هغوئي د غار صفائي اوکړه، سوري وغيره يـې بند کړل، بيا يـې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د دننه تللو خواست اوکړو۔ ([2])