Share this link via
Personality Websites!
دے نو څوک دے چې هغوئي د دې مرتبے نه لرې کړي۔۔۔؟ د هغوئي شان خو دا دے چې * پۀ ژوند کښې * پۀ مرګ کښې * پۀ قبر کښې پۀ هر ځائے کښې ثَانِی دے، د هغوئي ذات د ثَانِیَ اثنَين مظهر دے۔
وړومبے خليفه حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دغه صفت چې هغوئي ثَانِیَ اثنَين (پۀ دوو کښې دويم) دے، د دې خبرې دليل هم دے چې هغوئي د خِلافتِ بِلا فصل (يعنې د مسلمانانو د وړومبي خليفه کيدو) حق دار دے۔ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري وصال نه پس چې کله د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پۀ خپل مينځ کښي مشوره وشوه چې اوس به خليفه څوک وي؟ هٰغه وخت حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دې آيت مبارک طرف ته پام راوګرځولو او پۀ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان باندې يـې دا خبره واضحه کړه چې د چا شان چې ثَانِیَ اثنَين دے، هغه به دلته هم ثانی وي، ځکه د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وړومبے خليفه کيدل هم د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان دے۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دويم خصوصي شان دا بيان شو چې الله پاک وفرمائيل:
اِذْ یَقُوْلُ لِصَاحِبِهٖ (پارہ:10، سورۀ التوبه:40)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې کله يـې خپل ملګري ته فرمائيل۔
يعنې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل، چا ته؟ خپل صاحِب ته او هغه څوک وو؟ حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami