Quran Aur Siddiq e Akbar رضی اللہ تعالٰی عنہ Ki Shan

Book Name:Quran Aur Siddiq e Akbar رضی اللہ تعالٰی عنہ Ki Shan

معلومه چې د خوشحالۍ اوښکې هم وي، پۀ دغه ورځ مې د خپل والد صاحب حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ سترګو کښې چې اوښکې وليدلې نو معلومه شوه چې ژړا صرف د غم نۀ وي، د خوشحالۍ هم وي۔ ([1])

پروانے کو چراغ ہے بلبل کو پھول بس صدیق کے لئے ہے خدا کا رسول بس([2])

خير! حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هجرت د پاره ټول ضروري انتظامات اوکړل، چې شپه شوه نو صادِق او امين نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت علي المُرتضیٰ، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خپله بستره باندې سملولو، د مکې والؤ کوم امانتونه چې د هغوئي سره وو، هغه يـې حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته حواله کړل او نصيحت يـې اوکړو چې امانتونه دې د هغې مالکانو ته ورسوي او بيا دې هغوئي هم مدينے منورې ته راځي، دا انتظامات يـې چې اوکړل نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل يارِ غار سره پۀ سفر باندې روان شو۔ ([3])

پۀ روايتونو کښې دې: چې پۀ لاره کښې د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو عجيبه شان انداز  وو، هغوئي به کله د رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه مخکښې مخکښې تللو، کله به ښي اړخ ته راغلو، کله به بَل اړخ ته شو، کله به ورپسې وروستو روان وو۔ نبي کريم                     صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترينه پوښتنه اوکړه: ابو بکره! داسې ولې کوې؟ عرض يـې اوکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما سره چې کله ويره شي چې هسې نۀ څوک دښمن مخکښې  پټ ناست وي نو ستاسو نه مخکښې روان شم او چې کله خيال راشي چې څوک د وروستو نه حمله اونۀ کړي نو وروستو درپسې روان شم۔ د دواړو جهانو مالک او مختار، مکي مَدَني


 

 



[1]... تاریخ الخمیس، الطبقۃ الثالث، الرکن الثالث، الفصل الاول، جلد:1، صفحہ:323 بتغیر قلیل۔ pdf

[2]... کلیاتِ اقبال، بانگ درا، صفحہ:253۔

[3]... تاریخ الخمیس، الطبقۃ الثالث، الرکن الثالث، الفصل الاول، جلد:1، صفحہ:324 خلاصۃً۔ pdf ۔