Book Name:Quran Aur Siddiq e Akbar رضی اللہ تعالٰی عنہ Ki Shan
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته د مدينے منورې د هجرت اجازت ورکړو۔ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان يو يو دوو دوو يا پۀ خپل خپل حساب سره مکه مکرمه پريښودله او مدينے منورې ته روان شول، دې لړ کښې حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم د هجرت اراده وکړله، د سفر د اجازت اخستو د پاره بارګاهِ رسالت ته حاضر شو، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: لَاتَعْجَلْ لَعَلَّ اللَّهَ يَجْعَلُ لَكَ صَاحِبًا يعنې اے ابو بکره! تادي مۀ کوه! ممکنه ده چې الله پاک تا له يو ملګرے درکړي۔ حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ معامله باندې پوهه شو، هغوئي دوه اوښې د سفر د پاره پۀ تيارولو لاس پورې کړل، د څلورو مياشتو پورې يـې د هغو ښۀه پالنه اوکړه، تياريانې مکمل وې، بس د هٰغې ورځې انتظار وو چې بخت رابيدارشي ، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره به د سفر کولو سعادت نصيب کيږي، پۀ دې انتظار کښې څلور مياشتې تيرې شوې، اخر هٰغه ورځ هم راغله۔
دا وړومبے ربيع الاول وو، د ماسپښين وخت وو، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ته تشريف يوړلو۔
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ابو بکره! ما ته د هجرت حکم راکړے شوے دے۔ حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فوراً عرض اوکړو: فَالصُّحْبَةُ بِاَبِيْ اَنْتَ وَ اُمِّیْ يَا رَسُولَ اللهِ! اے د الله پاک رسوله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما مور پلار دې ستاسو نه قربان شي؟ آيا زما به د سفر د ملګري جوړيدو سعادت نصيب شي؟ اوئې فرمائيل: آؤ! (تۀ به زما سره ځې)۔ ([1])
دا فرمان مبارک يـې چې واوريدو نو د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سترګو نه اوښکې روانې شوې۔ صِدِّيقه بنتِ صِدِّيق حضرت عائشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: ما ته نۀ وه
[1]... مواہب اللدنیا، المقصدالاول، ہجرتہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم، جلد:1، صفحہ:144-146 خلاصۃً۔