Durood Pak Parhna

Book Name:Durood Pak Parhna

د درجو د اوچتيدو سبب دے۔ * دُرُودِ پاک لوستل د ګناهونو کفاره ده۔ * دُرُودِ پاک لوستل اعمال پاکوي۔ * دُرُودِ پاک لوستل شفاعت واجِب کوي۔ * دُرُودِ پاک لوستل د الله پاک د رضا سبب دے۔ * دُرُودِ پاک لوستل د قيامت د تندې نه محفوظ ساتي۔ * دُرُودِ پاک لوستل د پل صِراط نُور دے۔ * دُرُودِ پاک لوستل سړےد ځنکدن د سختې نه محفوظ ساتي۔* دُرُودِ پاک لوستل د مجلس ښکلا ده۔ * دُرُودِ پاک لوستل * د پريشانو نه نجات * د غم * مصيبتونو د لرې کولو او * پۀ رزق کښې د برکت ذريعه ده۔ * پۀ کثرت سره دُرُودِ پاک لوستل د قيامت پۀ ورځ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قُرب ذريعه ده۔ * دُرُودِ پاک لوستل زړۀ پاکوي * دُرُودِ پاک لوستل د دعاګانو د قبليدو ذريعه ده۔ * دُرُودِ پاک لوستل پۀ عشقِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې د زياتوالي سبب دے * دُرُودِ پاک لوستل د هر خير د موندلو، د هرې ګناه نه د بچ کيدو ذريعه ده۔ * د دُرُودِ پاک لوستونکي سره فرښتے محبت کوي۔ * د دُرُودِ پاک لوستونکي سره به د قيامت پۀ ورځ حُضُور اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مصافحه فرمائي (يعنې لاس به ورسره) ميلاوهي۔ * د دُرُودِ پاک لوستونکي د پاره فرښتے د رحمت دعاګانې کوي۔ * دُرُودِ پاک لوستونکي ته يو قيراط اَجر ميلاؤيږي او يو قيراط د اُحُد د غر همره دے۔ * دُرُودِ پاک لوستونکے به د مړ کيدو نه مخکښې پۀ جَنَّت کښې خپل کور ويني۔ * دُرُودِ پاک لوستونکے به د قيامت پۀ ورځ د عرش د سوري د لاندې وي۔ * دُرُودِ پاک لوستونکے به پۀ پل صِراط پۀ اسانۍ او تيزۍ سره تيريږي۔ * دُرُودِ پاک لوستل د اهلسُنَّت علامت دے۔ ([1])

د دُرُودِ پاک نۀ لوستلو نقصانونه

* دُرود نۀ لوستل محرومي ده، پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې درود لوستل هير کړو، هغۀ د جَنَّت لاره هيره کړه۔ ([2]) * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 



[1]... آب کوثر، صفحہ:8 تا 14 ملخصاً ۔

[2]... ابن ماجہ، كتاب اقامۃ الصلاة والسنہ فيها، باب الصلاة على النبى...الخ، صفحہ:152، حديث:908۔