Durood Pak Parhna

Book Name:Durood Pak Parhna

ذِکر مبارک راشي نو د هغې سره هم درودِ پاک لازمي ليکئ د بعضو علمائے کرامو پۀ نزد دا هم واجِب دي۔ ([1])    (7): د درودِ پاک پۀ ځائے صلعم یا صِرف وړوکے صاد ليکل سخت ناجائزه او حرام دي۔ ([2])  (8): پۀ انګلش کښې د نوم مبارک سره د درود او سلام پۀ ځائے peace be upon him  ليکلے کيږي، د دې عادت جوړول نۀ دي پکار، چې دا لفظونه د درود شريف پراخه مفهوم نشي ادا کولے، البته د امن او د سلامتۍ پۀ معنیٰ باندې د مشتمل کيدو پۀ وجه د سلام قائم مقام کيدے شي، بعضې خلق د peace be upon him  پۀ ځائے پۀ مختصر انداز کښې P.B.U.H  ليکي، دا هم ناجائزه او حرام دي۔ ([3])

د دُرود شريف د لوستلو يو څو آداب:  * د ټولو نه افضل دُرُود، دُرُودِ اِبراهيمي (يعنې د نـمونځ والا درودِ پاک) دے * بهتر دا دي چې شميره مقرر کړې او روزانه پۀ ټاکلے شوي وخت پۀ اودس کښې د ادب سره د التحيات پۀ شکل کښې کښينې او د مدينے منورې طرف ته مخ کړې او دُرُود شريف ولولې * کم ازم کم 100 کرته لوستل پکار دي، د دې نه زيات چې څومره وئيلے شې * پۀ ناسته، پۀ ولاړه، پۀ ګرځيدو، پۀ اودس کښې، بے اودسه پۀ هر حالت کښې دُرُود شريف لوستلے شې (آؤ! که پۀ ملاسته يـې لولې نو ښپې به راغونډوې) * بهتره دا ده چې د يوې خاص صيغې پابند نۀ يـۍ بلکې بدل بدل دُرُود شريف لولئ د پاره د دې چې يو فِکر او توجه حاصله شي۔ ([4])

د دُرُودِ پاک د لوستلو فائدې او ثوابونه

* دُرُودِ پاک لوستل عِبادت دے۔ * دُرُودِ پاک لوستل پۀ ټولو نفلي عبادتونو کښې افضل دے۔ * دُرُودِ پاک لوستل د الله پ0اک د رحمتونو د نازليدو سبب دے۔ * دُرُودِ پاک لوستل


 

 



[1]... بہار شریعت ، جلد:1، صفحہ:534 ، حصہ:3 ملخصاً۔

[2]... بہار شریعت ، جلد:1، صفحہ:534، حصہ:3 بتغیر قلیل۔

[3]... فتاویٰ اہلسنت ، ریفرنس نمبر:6060 بتغیر قلیل۔

[4]... فتاوی رضویہ، جلد:6، صفحہ:183 ملخصاً۔