Book Name:Durood Pak Parhna
مبارک کولو يا اوريدو درود شريف نۀ لولي، هغه به د واجِب د پريښودو پۀ وجه ګنهګار وي ([1]) (2): دا ضروري نۀ دي چې د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک نوم واخلې يا واورې نو بيا درود لوستل واجِب دي بلکې هر هٰغه لفظ کوم چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ذات مبارک باندې دلالت کوي (مثلاً هغوئي، حُضُور، رسولِ هاشمي وغيره)، د دې سره هم درود شريف وئيل واجِب دي۔ ([2]) (3): پۀ مختلفو مجلسونو کښې (مثلاً: پۀ يو ځائے کښې ناست وې، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر مبارک وشو نو) هر ځل درود شريف لوستل واجِب دي، چې نۀ يـې لولي نو ګنهګاريږي به۔ ([3]) (4): البته که هُم پۀ يو مجلس کښې بيا بيا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر مبارک کيږي نو پۀ دې باره کښې د علمائے کرامو اختلاف دے، بعضې علمائے کرام فرمائي چې که پۀ يو مجلس کښې زر [1000] کرته ذِکر مبارک کيږي نو هم هر ځل درود شريف لوستل واجِب دي، که يو ځل يـې هم پريښودو نو ګنهګاريږي به، خو د دوئي نه علاوه نور علمائے کرامو فرمائي چې پۀ يو مجلس کښې بيا بيا که ذِکر مبارک کيږي نو يو ځل درود شريف لوستل واجِب دي او هر ځل لوستل مستحب دي۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مناسب دا دي چې هر ځل درودِ پاک ولوستلے شي، ولې چې دا داسې څيز دے د کوم پۀ کولو کښې چې ډير لوئي رحمتونه، برکتونه دي او پۀ نۀ کولو کښې يـې بے شکه د لوئي فضل نه محرومي ده، نو د يو عقل مند کار نۀ دے چې دا پريږدي۔ ([4]) (5): د جُمعې او اخترونو پۀ خطبه کښې که ذِکر مبارک واورۍ نو صرف پۀ زړۀ کښې درود شريف لولئ، پۀ ژبه باندې لوستل جائز نۀ دي ولې چې هٰغه وخت خاموشه اوسيدل فرض دي۔ ([5]) (6): پۀ څۀ ليکلو کښې که