Book Name:Durood Pak Parhna
پۀ ذِکر مبارک اوريدو درود نۀ لوستونکے پۀ خساره (نقصان) کښې دے، پۀ حديثونو مبارکو کښې دۀ ته * بد بخته ([1]) * د ټولو نه زيات بخيل يعنې کنجوس ([2]) او * د دوزخ حقدار فرمائيلے شوے دے۔ ([3]) * داسې کَس به د قيامت پۀ ورځ د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زيارت نه محرومه پاتې کيږي۔ ([4]) * درود نۀ لوستل د بے برکتۍ سبب دے، روايت دے: د کوم مقصدي کار شروع چې د الله پاک د ذِکر او پۀ ما باندې د درود لوستلو نه اونکړے شي هغه بے برکته او د خير نه محرومه دے۔ ([5]) * پۀ کوم مجلس کښې چې درود اونۀ لوستلے شي هغه به د قيامت پۀ ورځ د پښيمانتيا سبب وي۔ ([6])
د درودِ پاک د عادت جوړولو د پاره
* د درودِ پاک د لوستلو پۀ فضيلتونو باندې مشتمل کتابونه لولئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ زړۀ کښې به مو رغبت پيدا کيږي او د درود شريف د لوستلو ذِهن به مو جوړيږي * روزانه څۀ نا څۀ درودِ پاک لوستل د خپلو معمولاتو حصه جوړه کړئ! دې د پاره د درودِ پاک د لوستلو وخت او شميره مقرر کړئ! او روزانه هٰغه وخت پۀ اودس کښې د اهتمام سره درودِ پاک لولئ * پۀ کور، دکان، دفتر وغيره کښې پۀ څۀ داسې ځائے کښې چرته چې عام طور نظر پريوځي هلته درودِ پاک وليکئ او زوړند يـې کړئ! کله چې مو هم پۀ درودِ پاک باندې نظر لګي نو درودِ پاک لولئ * د نيک اعمال د رسالې د ډکولو عادت جوړ کړئ! د دې پۀ برکت به درته هم د درودِ پاک د لوستلو ترغيب ميلاؤيږي، که الله پاک وغوښتل نو اِستقامت به مو هم نصيب کيږي * پۀ شروع شروع کښې پۀ کمه شميره کښې د درود شريف د
[1]... كنز العمال، كتاب الأذكار، الباب السادس فى الصلاة...الخ، الجزء الأول، جلد:1، صفحہ:248، حديث:2154۔
[2]... الترغيب والترهيب، كتاب الذكر والدعاء، الترغيب فى اكثار...الخ، صفحہ:568، حديث:44 ۔
[3]... مجمع الزوائد، كتاب الأدعیۃ، باب فیمن ذكر عنده...الخ، جلد:10، صفحہ:187، حديث:17313۔
[4]... القول البديع، الباب الثالث، صفحہ:156 ۔
[5]... كنز العمال، كتاب الأذكار، الباب فاتحۃ الكتاب، الجزء الاول، جلد:1، صفحہ:279، حديث:2507۔
[6]... سنن كبرى للنسائى، كتاب عمل اليوم واليلۃ، باب من جلس...الخ، جلد:9 صفحہ:157، حديث: 10171۔