Durood Pak Parhna

Book Name:Durood Pak Parhna

لوستلو عادت جوړ کړئ! مثلاً: 313 کرته روزانه درود شريف لولئ! چې کله مو دا عادت پوخ شي نو بيا شميره لږه زياته کړئ! مثلاً 500 کرته لوستل شروع کړئ! داسې لږه لږه شميره زياتوئ، هُم د وړومبۍ ورځې نه که 2 زره، 5 زره کرته لوستل شروع کړئ نو کيدے شي چې پۀ دې باندې درته اِستقامت ګران شي۔

     خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن مونږ د نيک عمل نمبر: 8 د درودِ پاک د لوستلو پۀ موضوع باندې ګټه ور معلومات حاصل کړه، راځئ چې نيت اوکړو او روزانه کم از کم د 313 کرته درودِ پاک لوستلو نيت اوکړو! الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

د پئيو د څښلو نه پس لوستلے کيدونکې دُعا

اَللّٰہُمَّ بَارِكْ لَنَا فِیْہِ وَزِدْنَا مِنْہُ

ترجمه: اے الله! مونږ له پۀ دې کښې برکت واچوې او مونږ ته د دې نه زيات راعطا کړې۔ ([1])

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه،سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3  آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟


 

 



[1]...ابو داود، كتاب الاشربۃ، صفحہ:590، حديث:3730 ومدنی پنج سورہ، صفحہ:202۔