Durood Pak Parhna

Book Name:Durood Pak Parhna

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه                  (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل د        درودِ پاک لوستلو پۀ موضوع ګټه ور معلومات درکولے شي او د پئيو څښلو نه پس لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د قيامت پۀ ورځ به د ټولو نه زيات نزدې ما ته هغه څوک وي چا چې پۀ دُنياکښې پۀ ما باندې زيات دُرُودِ پاک لوستلے وي۔ ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                           صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

درودِ پاک لوستل

نيک عمل نمبر 8: آيا نن تاسو کم از کم 313 کرته درود شريف لوستلے دے؟ ([2])

آيت مبارک

الله پاک فرمائيلي دي:

اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىٕكَتَهٗ یُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِیِّؕ-یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا(۵۶)

(پارہ :22، سورۀ الاحزاب:56)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه الله او د هغه فرښتے پۀ نبي باندې درود ليږي۔ اے ايمان والؤ! پۀ هغوئي باندې درود او ډير سلام اوليږئ۔


 

 



[1]  ... ترمذى، ابواب الوتر، باب ...فى فضل الصلاة على النبى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، صفحہ:144، حديث:484۔

[2] ... 72 نیک اعمال ، صفحہ:2۔