Durood Pak Parhna

Book Name:Durood Pak Parhna

دې ته آيتِ دُرود هم وئيلے شي۔ علمائےکرام فرمائي: قرآنِ کريم ډير احکام اورولي دي خو پۀ يو ځائے کښې يـې هم دا نۀ دي فرمائيلي چې دا کار مونږ هم کوو، زمونږ فرښتے يـې هم کوي، مسلمانانو! تاسو يـې هم کوئ۔۔۔!! صرف د درودِ پاک د پاره داسې وفرمائيلے شو۔ ([1]) ياد ساتئ چې د الله پاک د درود ليږلو مطلب دے: رحمت نازلول۔ د فرښتو درود دے: داسې دُعا کول کومه چې د رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان لائق وي۔ ([2]) او د اِيمان والؤ درود دے د رحمت دُعا کول۔ ([3])

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک

پۀ ما باندې زيات دُرُودِ پاک لولئ بے شکه ستاسو پۀ ما باندې دُرُودِ پاک لوستل ستاسو د ګناهونو د پاره بخښنه ده۔ ([4])

که يو کَس پۀ ورځ کښې کم از کم 313 کرته درودِ پاک لولي نو د علمائے کرامو د فرمان مطابق هغه به پۀ زيات درود لوستونکو کښې شميرلے کيږي۔ ([5])

د دُرُودِ پاک د لوستلو پۀ باره کښې مختلف احکام

(1): پۀ ژوند کښې يو ځل درود شريف لوستل فرض دي۔ ([6]) او پۀ کوم مجلس کښې چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله ذِکر مبارک اوکړۍ يا يـې د چا نه واورۍ، هٰغه وخت درود شريف لوستل واجِب دي، ([7])  لهذا چې څوک د هغوئي پۀ ذِکر


 

 



[1]... شان حبیب الرحمٰن، صفحہ:183، بتغیر قلیل ۔

[2]... تفسير الصاوى، پارہ :22، الاحزاب، تحت الآیۃ:56، الجزء الخامس، جلد:3، صفحہ:50 ملتقطًا ۔

[3]... تفسير بغوی، پارہ :22، الاحزاب، تحت الآیۃ:56،  جلد:3، صفحہ:582 ملتقطًا ۔

[4]... تاريخ مدينۃ دمشق، جلد:61، صفحہ:381۔

[5]... فتاوی اہلسنت ، فتوی  نمبر : Aqs-2767۔

[6]...  درمختار کتاب الصلاۃ ، باب صفۃ الصلاۃ ، صفحہ:71۔

[7]...  بہار شریعت ، جلد:1، صفحہ:533، حصہ: 3 ملخصاً۔