Peerane Peer ki Piyari Adain

Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain

باندې ښۀ شفقت کولو، د هغوئي مدرسې ته به طالبِ علمان د سبق د زده کولو د پاره راتلل، که د چا سره به کتابونه او قلم وغيره نۀ وو نو هغوئي له به يـې کتابونه اخستل، قلمونه به يـې ورعطا کول او پۀ طالبِ علمانو باندې به يـې ډوډۍ هم خوړله۔ ([1])

خلقو۔۔۔!! سخيان شئ! 

يو ځل حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خپله مدرسه کښې بيان وکړو، پۀ هغې کښې هغوئي وفرمائيل: اے مالدارو! که د دُنيا او د اخرت خير غواړۍ نو د خپل مال پۀ ذريعه باندې د غريبانو سره همدردي وکړئ! بيا غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو حديثِ پاک بيان کړو:([2]) د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: خلق د الله پاک عِيَال (يعنې بندګان) دي، د الله پاک زيات خوښ هغه دے کوم چې د الله پاک عِيَال ته ډيره فائده رسوونکے وي۔ ([3])

د يو پريشانه غريب کَس زړۀ ساتنه

د اَبُو عبد الله محمد بن خضر حُسيني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې يوه ورځ د سرکار غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نظر پۀ يو پريشانه فقير باندې پريوتو، يو مسلمان چې يـې د خفګان او غم پۀ حالت کښې وليدو نو حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نا قلاره شو او پوښتنه يـې وکړه: مَا شَاْنُکَ يعنې پۀ تا څۀ شوي دي؟ فقير پۀ جواب کښې عرض وکړو: عالي جاه! زۀ د دجله درياب هٰغه غاړې ته تلل غواړم خو پيسې راسره نشته، ماڼکے (يعنې کشتۍ چلولو والا) د کرايه نه بغير پۀ کشتۍ کښې کښينولو ته تيار نۀ دے۔ د ماڼکي د دې رويې پۀ وجه زما زړۀ مات شو چې که زما سره پيسې وے نو زۀ به داسې نۀ مايوسه کيدم۔


 

 



[1]...غوث پاک کی مجاہدانہ زندگی ، جلد:1، صفحہ:305 مفصلاً۔

[2]... فتح الربانی، المجلس التاسع و العشرون، صفحہ:127۔

[3]... موسُوعہ ابنِ ابی دُنیا، کتاب قضاء الحوائِج، جلد:4، صفحہ:159، حدیث:24۔