Peerane Peer ki Piyari Adain

Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain

چې شيطان پۀ کومه عجيبه طريقه ګزار وکړو، غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته معلومه شوه چې دا شيطان لعين دے۔ بيا هٰغه بد بخته پۀ تلو تلو کښې هم د ګزار نه منع نۀ شو، پۀ روانه روانه کښې وائي: اے عبد القادره! تۀ ستا عِلم بچ کړې۔ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل ځان ته نۀ کتل، پۀ ځان خوښۍ کښې نۀ اخته کيدو، نو هغوئي د شيطان دا ګزار هم ناکامه کړو او اوئې فرمائيل: اے مردوده! زۀ زما عِلم نۀ بلکې د الله پاک فضل بچ کړے يم۔ دا انداز مونږ له هم اختيارول پکار دي۔ که پۀ ځان خوښۍ کښې اخته شوۍ، * زۀ نـمونځ ګزاره يم * زۀ حاجي يم * زۀ قاري يم * زۀ تعليم يافته يم * زما سره عِلم دے * زۀ فلانکے يم۔ پۀ دې زۀ زۀ کښې اخته شوۍ نو بيا پوهه شئ چې د کار نه ووتۍ۔

 پۀ هلاکت کښې غورځوونکي درې څيزونه

حديثِ پاک کښي دي چي: درې څيزونه پۀ هلاکت کښې غورځوونکي دي: (1): بخل چي پيروي يې وکړې  (2): د نفس خواهش چي  تابعداري يې وکړے شي او (3): د انسان ځان ښه ګڼل۔ ([1])

   الله پاک دې مونږ د هلاکت نه محفوظ کړي۔ د ځان خوښۍ او د نورو باطني بيمارو نه دې راته نجات راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو څو نورې ښکلې اداګانې

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ښکلو اداګانو کښې دا هم دي چې * هغوئي به د ډيرې اوچتې مرتبې لرلو باوجود د ماشومانو سره کيناستو، د غريبانانو او د فقيرانو سره به يـې پۀ کيناستو کښې شرم نۀ محسوسولو * خلقو له به يـې ښې مشورې ورکولې * که نيک به وو او که بد، ټولو له به يـې عزت ورکولو، پۀ خپله بارګاه


 

 



[1]... حلیۃ الاولیا، جلد:2، صفحہ:183، رقم:1865۔