Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain
کول؟ څۀ به مو خوړل؟ څۀ به مو اغوستل؟ خلق په شراب خانو کښې ناست دي، ميوزک کنسرټ ته ځي، د ګناهونو پۀ اډو کښې خپل ژوند بربادوي، حرام خوري، حرام څښي، حرام وائي، حرام ويني، حرام اوري۔
مونږ دِيني اجتماع ته راغلي يو، دا د الله پاک فضل دے، دِيني سوچ مو نصيب شوے دے، د الله پاک فضل دے، ايمان مو نصيب شوے دے، دا هم د الله پاک فضل دے۔ ځکه خپل ځان ته د کتلو پۀ ځائے هر وخت د الله پاک فضل ته نظر کوئ!
د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مشهوره واقعه ده، هغوئي ډير کلونه پۀ ځنګلونو کښې تير کړل او مجاهدې يـې وکړې، فرمائي: يو ځل د يو ځنګل طرف ته لاړم او هلته ډيرې ورځې ووم۔ د خوراک څښاک د پاره هيڅ هم نۀ وو۔ زۀ سخت تږے شوے ووم، پۀ دې کښې زما پۀ سر باندې د وريځې يوه ټوټه راښکاره شوه، د هغې نه د باران يو څو څاڅکي وشو کوم چې ما وڅښل، د دې نه پس د وريځو نه يو نوراني شکل ظاهر شو پۀ کوم باندې چې د اسمان غاړې روښانه شوې او يو اواز راغلو: اے عبدُ القادره! زۀ ستا رَبّ يم، ما ټول حرام څيزونه ستا د پاره حلال کړل۔ فرمائي په دې اوريددو فورا ما اَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْم ولوستل، يو دم رڼا ختمه شوه او هغې لوږے شکل اختيار کړو او اواز راغلو: اے عبدُ القادره! د دې نه مخکښې ما 70 اولياء ګمراه کړي دي خو تۀ ستا عِلم بچ کړې۔ حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ووئيل: اے مردوده! زۀ خپل عِلم نۀ بلکې زما د رَبّ فضل بچ کړم۔ ([1])
ہوں ایمان کے ساتھ دنیا سے رخصت یہی عرض ہے آخری غوث اعظم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې دا د شيطان څومره لوئي ګزار وو، اول خو دا