Peerane Peer ki Piyari Adain

Book Name:Peerane Peer ki Piyari Adain

ګڼي۔ ډير خلق پۀ خپلو لاسونو خپل کارونه نشي کولے۔ د اوبو څښلو د پاره پاڅيدل هم بعضې خلقو ته ګران وي، هڅې بے هيڅه نورو خلقو له تکليف ورکوي چې اے فلانکيه! اوبۀ راباندې وڅښه!

 آؤ که څۀ مجبوري وي، بعضې وخت انسان ستړے وي، پۀ څۀ ضروري کار کښې مصروف وي، پۀ داسې حالت کښې بَل ته وئيل بيله خبره ده، د سهل پسندۍ عادت جوړول، دا ډيره بده خبره ده۔ خپل کار پۀ خپلو لاسونو کولو کښې ډير برکت وي۔ او د کور کار کول، د ضرورت پۀ وخت لوښي وينځل، پۀ جامو وينځلو کښې د کور والؤ مدد کول، کله چې د ماشومانو مور ناروغه وي نو د کور صفائي وغيره هم کول، خوراک تيارول، دې خبرو ته خو خلق مَعَاذَ الله! د ښځې غلامۍ نوم ورکوي۔

وروره! دا خو سُنَّت طريقه ده۔ اخر کور والا هم انسانان دي، که مونږ د هغوئي مدد نۀ کوو نو څوک به يـې کوي۔ د حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه چا پوښتنه کړې وه چې خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ کور کښي څۀ کول؟ اوئې فرمائيل: كَانَ فِي مِهْنَةِ اَهْلِهِ يعنې محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به (د امام الانبيا کيدو باوجود) چې کله کور ته تشريف راوړلو نو د کور والؤ سره به يې لاس اړولو۔ ([1])

خير! دا سُنَّت طريقې دي، مونږ له اختيارول پکار دي! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د زړۀ سکون به مو هم نصيب کيږي او پۀ کور کښې به امن هم قائم شي۔

د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ طالبِ علمانو باندې شفقت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ښکلو اداګانو کښې يوه ښکلې ادا دا هم ده چې هغوئي سخي وو، خاص طور به يـې پۀ غريبانانو او طالبِ علمانو


 

 



[1]... بخاری، کتاب النفقات، باب خدمۃ الرجل فی اہلہ، صفحہ:1375، حدیث:5363۔