Andhay Sheeshon Mein Chamka Hamara Nabi

Book Name:Andhay Sheeshon Mein Chamka Hamara Nabi

چې صِرف د يو الله پاک د عبادت حکم کوي۔ حضرت عَليُّ المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ (د چا عمر چې پۀ هٰغه ورځو کښې کم وو) فرمائي چې پۀ دې کښې حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  په بهادرۍ سره رامخکښي شواو څه کافران يې ووهل ،څه يې راغورځارکړل ،څه يې اخوا ديخوا لرې کړل تر دي چي  د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوا ته ور ورسيدو او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې د هٰغه ظالمانو د ولقې نه راويستو۔ هٰغه وخت د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ مبارکه خُله باندې د 24 سيپارې، د سورةُ المُؤمِن آيت نمبر: 28 جاري وو:

اَتَقْتُلُوْنَ رَجُلًا اَنْ یَّقُوْلَ رَبِّیَ اللّٰهُ    (پاره:24، سورۂمؤمن:28)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا تاسو يو سړے صرف پۀ دې وجه قتل کوئ چې هغه وائي زما رَبّ الله دے۔

د څادر تيزندئ

يو ځل د مکے کافران د کعبې شريفې سوري ته ناست وو او خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (د مقامِ ابراهم خوا ته) نـمونځ کولو۔ عُقبه بن اَبي مُعِيط نومې کافِر د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غاړې مبارکې ته د څادر تيزندئ  ور واچوله او پۀ سختۍ سره يـې مرئ  مبارکې له زور ورکول شروع کړو۔ حضرت ابو بکر صِدِّيق             رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په منډه راغلے  او هغه (يعنې عُقبه بن ابي مُعِيط) يـې تري را لرې کړو۔([1])

حرم کی سرزمیں پر آپ پڑھتے تھے نَمازاکثر

ہمیشہ اُس گھڑی کی تاک میں رہتے تھے بدگوہر

کوئی آقا کی گردن گُھونٹتا تھا کَس کے چادر میں

کوئی بدبخت پتّھر مارتا تھا آپ کے سر میں


 

 



[1]...المواہب اللدنیہ مع شرح الزرقانی، المقصد الاوّل، ذکر اول من امن...الخ، جلد:1صفحہ:469۔