Book Name:Andhay Sheeshon Mein Chamka Hamara Nabi
کھلی اسلام کی آنکھیں، ہوا سارا جہاں روشن
عرب کے چاند صدقے! کیا ہی کہنا تیری طلعت کا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ړندې شيشې يعنې بالکل مړۀ شوي زړونه پۀ نيغه لار روانول څۀ اسان کار نۀ وو، د دوئي حالت دا وو چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبرې اوريدو ته هم تيار نۀ وو، د قرآنِ پاک اواز چې به يـې اوريدو نو پۀ غوږونو کښې به يـې ګوتې ورکولې۔ چې د حج موسم به راغلو، خلق به د لرې لرې نه د مکې مکرمې طرف ته راتلل نو د مکې مکرمې پۀ لارو باندې به باقاعده خلق ودرولے کيدل، د کومو چې به بس هم دومره کار وو چې هر يو راتلونکے منع کړي او هغه ته وائي چې وګورئ۔۔۔!! پۀ مکه مکرمه کښې يو جادوګر دے، څوک چې د هغه خبره واوري، نو بس هم د هغۀ شي، هغه ځامن د پلار نه، خاؤند د ښځې نه بيلوي، لهذاد هغۀ خبره مۀ اورئ۔
طفيل بن عَمرو دَوسِي د عرب مشهور شاعر او ډير عقلمند وو، يو ځل هغوئي مکے مکرمې ته راغلل، د مکے کافرانو ورته ووئيل: خبردار۔۔۔!! چي د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) سره ميلاؤ نۀ شې، هيڅکله د هغۀ خبره مۀ اوره، د هغوئي پۀ خبرو کښې جادو دے، څوک يـې چې واوري نو بس هم د هغوئي شي۔
دا خبرې چې يـې واوريدلې نو جناب طفيل پۀ دوکه کښې راغلو، هغوئي پۀ خپلو غوږونو کښې مالوچ کيښودل چې هسې نه د قرآن اواز مې غوږونو ته لاړ نۀ شي۔ خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هغوئي بخت رابيدار شوے وو، يوه ورځ سحر وو، دا د کعبې حرم ته راغلو چې اوئې کتل نو رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سحر پۀ نـمونځ کښې پۀ تيز اواز تلاوت کولو۔