Book Name:Sayyidon Ki Barkatain
پيسې راوړئ! سيد صاحب ووئيل چې زما سره مال نشته۔ تۀ زما دا قرض زما د نيکه بابا جان مُحَمَّد رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نوم باندې وليکۀ۔ حضرت علي بن اِبراهيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي له وړۀ ورکړل او دا قرض يـې د الله پاک د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ذِمه وليکلو۔ د دې معاملې نه چې کله نور سيدان صاحبان خبر شو نو هغوئي هم وړۀ واخستل، قرض د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نوم مبارک باندې وليکلے شو۔ دا لړۍ روانه وه۔ تر دې پورې چې د حضرت علي بن ابراهيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره مال ختم شو او هغۀ غريب شو۔
هغوئي پۀ دې پريشانۍ کښې وو چې يوه شپه اودۀ شو نو بخت يـې رابيدار شو، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې تشريف راوړو او اوئې فرمائيل: که تا زما سره معامله د دُنيا د پاره کړې وي نو زۀ تا له د دې بدله هم اوس پوره پوره درکووم او که تا زما سره معامله د اخرت د پاره کړې وي نو صبر وکړه! بے شکه زما سره ډيره ښه بدله ده۔ دا چې يـې واوريدل نو حضرت علي بن اِبراهيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سلګو شو او پۀ ژړا ژړا د خوب نه رابيدار شو۔ بيا د هغوئي زړۀ د دُنيا نه تور شو، بيا د ځنګلونو او غرونو طرف ته لاړو۔ يو څو ورځې پس هغوئي د غر پۀ غار کښې پۀ وفات شوي حالت کښې ميلاؤ شو۔ خلقو هغوئي راوچت کړو او د جنازې وغيره نه پس يـې دفن کړو۔ پۀ هٰغه شپه 7 نيکانو کسانو پۀ خوب کښې حضرت علي بن ابراهيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ريښمو پۀ شنو قيمتي جامو کښې وليدو چې هغوئي د جنَّت پۀ باغونو کښې ګرځي، هغوئي ترينه پوښتنه وکړه: اے علي بن ابراهيم! ستاسو دا انعام څنګه نصيب شو؟ اوئې فرمائيل: چا چې د حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره معامله وکړه هغۀ هٰغه بياموندل څۀ چې ما وموندل، پوهه شئ چې بے شکه ما د خپل صبر پۀ سبب د الله پاک د خوږ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ بياموندو۔([1])