Share this link via
Personality Websites!
481479
9621
* ورور د وروڼو سره حَسَد کوي * او ډېره خطرناکه خبره ده، پۀ ځينو علاقو کښې وروڼو، کشر تره، مشر تره او نزدې خپلوانو ته تربوران وئيلے کېږي يعنې هغوئي دښمنان ګڼلے کېږي۔
پۀ خپلوانو او خاندان کښې اِنتقامي کاروايانې: * هم داسې که څوک خپل خپلوان پۀ خوشحالۍ کښې وه نۀ بللے شي نو د اِنتقام پۀ توګه هغه هم پۀ خپله خوشحالۍ کښې نۀ شاملولے کېږي * پۀ واده وغېره کښې چې خپلوان خفه شي * نو پۀ زوره پرې معافۍ غوښتلے کېږي * پټکے پرې پۀ ښپو کښې ايښودلے کېږي * [د پلار د اړخه] د نيکه بابا جان او د هغوئي د ورور ترمينځه چرته څۀ جګړه شوې وه، د هٰغه جګړې اثر د نمسو پورې رارسي، راتلونکي نسلونه يو بل پۀ وړه وړه خبره ذليله او رسوا کوي، باقاعده راتلونکي نسلونه پوهه کولے کېږي، د هغوئي پۀ ذِهنونو کښې دا خبره اچولے کېږي چې ځويه! د فلانکي سره زمونږه دښمني ده * پوزه کېښودل (يعنې عزت بچ کول) دلته عامه وئيلے کېدونکې محاوره ده، دا پۀ خپل مينځ کښې هم پۀ خانداني معاملو باندې وئيلے کېږي * خلق د خپلوانو نه وېرېږي، مثلاً؛ پۀ کورونو کښې څۀ دستوره (Function) دے، خلق وېرېږي چې فلانکي فلانکي خپلوان به هم راځي، که چرې څۀ کمے وشي نو خبرې به راپسې کوي۔
محله او اِنتقامي کاروايانې: * د ګاؤنډيانو خبرې يادې ساتلے کېږي * هغه شور کړے وو، مونږ به هم شور کوو او هغه به تنګوو * هغه زما د کور مخې ته ګاډے ودرولے وو، زۀ به هم د هغه د کور مخې ته ګاډے ودروم * هغه لاره بنده کړې وه، زۀ به هم د هغه لاره بندوم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami