Share this link via
Personality Websites!
481476
9621
لَوْ اَنَّ اَهْلَ السَّمَاءِ وَاَهْلَ الْاَرْضِ اِشْتَرَكُوا فِيْ دَمِ مُؤْمِنٍ لَاَكَبَّهُمُ اللهُ فِي النَّارِ
ترجمه: که چرې د زمکې او اسمان والا ټول پۀ شريکه يو مؤمِن ووژني نو الله پاک به هغوئي ټول پړمخې دوزخ ته وغورځوي۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! دا د يو مؤمِن اِنسان قيمت دے، که د زمکې او اسمان والا ټول پۀ شريکه يو اِنسان بر ناحقه ووژني نو د يو پۀ بدله کښې به ټول د زمکې والا او اسمان والؤ له سزا ورکړے کېږي۔
غرض دا چې بر ناحقه قتل واقعي چې ډېر سخت جُرم دے خو زۀ چې څۀ عرض کول غواړم، هغه د صحابئ رسول عمل مبارک دے چې وګورئ! د حضرت قېس بن عاصِم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سکه ځلمے ځوي ووژلے شو، د برداشت طاقت ته يـې وګورئ چې هيڅ واوېلا يـې اونکړه، هيڅ شور شغرب يـې اونکړو، قاتِل لا پۀ خُله معافي غوښتلې هم نۀ ده، د هغې نه مخکښې يـې وفرمائيل چې ځويه! ما تۀ معاف کړې۔
د دې معافۍ سره سره د شريعت لـمن هم نيسي، فرمائي: ځويه! څوک چې تا وژلے دے، د هغه مور له دِيت يعنې د وينې بدله هم ورکړه۔ سُبْحٰنَ اللہ! دا حِلم او برداشت دے۔
او زۀ تاسو ته د مزې يوه خبره اوکړم؛ زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته د تشريف راوړلو نه مخکښې هم دغه د عربو خلق وو، کومو چې به پۀ معمولي معمولي خبرو جنګونه کول؛
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami